افغانستان

هرات: زنداني ته په ژوندوني اور ور اچول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): د هرات په مرکزي زندان کې یو زنداني ته په ژوندوني اور وراچول شوی دی، چې مرګونی ټپي شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي چې نن له غرمي وروسته ورته یو سوځيدلی زنداني د درملنې په موخه ور وړل شوی دی، چې حالات يې د ډاډ وړ نه دي.

د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي رسنیو ته ويلي چې د دې زنداني د ټول بدن پنځلس سلنه برخه سوځېدلی، چې که ژر تر روغتونه نه وای رسول شوی ښايي درملنه يې لاسخته شوې وای.

د جلال پر نوم پر دې زنداني د لس کاله بند حکم صارد شوی و، چې په اور سوځيدلی تر روغتونه رسول شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې زنداني د ځان وژنې په موخه پخپله ځان ته اور اچولی او که په اور سوځېدنه هم د هېواد په زندانونو کې د ځورونې کوم ډول دی.

یاده دې وي د نوي حکومت له پیل سره په زندانونو کې وضعیت مخ په خرابېدو روان دی چې د بشري حقونو فعالان هم پرې پټه خوله دي.

تر دې وړاندې هم د پلازمېنې په څرخي پله زندان کې د یو درې نوي کلن زنداني له درې کاله زندان وروسته زړه ودرېد، چې له برخلیکه يې څوک خبر نه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x