افغانستان

دفارولایت دملي امنیت ریس په سرښندونکی برید کی سخت ژوبل شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۷) میمنه: نن سهار څه دپاسه اته بجی او لس دقیقي باندی دفاریاب ولایت میمني ښار یوی زوروی چاودني ولړزاوه.

خبری رسنیو خبر ورکړی چي سرښندونکي برید ګر ددي ولایت دملی امنیت دریس وموټر ته څیرمه ځان ته چاودنه ورکړی ده، چی له امله یی دملي امنیت دریس په شمول پنځه تنه سخت ژوبل شوی دي، ولی چاودنه کی دوه ماشومان هم وژل شوی دي.

خبرزیاتوي چی دچاودني له امله ددغه ولایت دملي امنیت دریس او دنوموړي دڅلورو تنو ساتونکو څخه علاوه  نورو ملکي وګړوته هم مرګ ژوبله اوښتي ده چی تر اوسه پوري ددغو کسانو دقیقه  شمیره نه ده مالومه.

دفاریاب ولایت دعامی روغتیا ریس خبری رسنیو ته ویل چی وروغتون ته دیوه کوچنی ماشوم په شمول نور ژوبل کسان هم راوړل شوی دي، نوموړی زیاته کړه کیدای شي په ژوبل کسانو کی دفاریاب دملي امنیت مسول هم شامل وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x