ورزش

د پاکستاني لوبډلي پرلپسې رسوا کوونکو ماتو پاکستانيان قهرولي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام په سیالیو کې د ویسټ انډیز په لاس د پاکستان سترې او رسوا کوونکې ماتې د پاکستان د کرکټ مینه وال قهرولي، چې له کبله یې په مختلفو ښارونو او سیمو کې لاریونونه شوي او د تلویزونو د ماتولو سربیره ځینو د پاکستاني لوبغاړو مجسمې سوځولي دي.

د ډان نیوز د یوه راپور سره سم د کرکټ مینه والو چې خپل تلویزونونه یې له ځمکې ځمکې ویشتل، په غم او غوسه سره وویل چې دوی ټوله شپه ورته تیره کړه، تر څو د پاکستان د کرکټ لوبغاړي وویني چې ښه لوبه کوي او پاکستان ته لوبه ور ګټي، خو دغو لوبغاړو ددې پر ځای چې د پاکستان نوم اوچت کړي، د پاکستان نوم یې بدنام کړ.Fans vent their frustration by smashing an old TV set in Multan — DawnNews screengrab

دغه تلویزون ته یوې میرمن وویل چې پاکستان باید نور په کرکټ توجه را کمه کړي او خپلې ملي لوبي (هاکي) تر څنګ فوټبال او نورو لوبو ته توجه وکړي او په هغه کې نوم وګټي، ځکه چې د پاکستان او کرکټ نوره سره تیره ده.

د پاکستان د کرکت بورډ چې زیاتې پيسې له همدې کرکټ څخه تر لاسه کوي، په اړه یې د کرکټ اکثریت مینه وال او څیړونکي فکر لري چې دغه اداره د لوبغاړو په اختیارولو کې د ښه نیت څخه کار نه اخلي، بلکي د رشوت، خپلوۍ، انډیوالي او ډلې بازي پر بنیاد باندې د نړیوالو لوبو لپاره لوبغاړي ټاکي.

د یو بل خبر له مخې د پاکستان کرکټ مینه‌والو ددغه هېواد په ملتان ښار کې د کرکټ نمايشي جنازه ویستې او د کرکټ بورډ د مشر نجم سيټي مجسمه یې سوځولې.A mock funeral held for what fans said is the death of Pakistani cricket

په ملتان کې ځايي اوسیدونکو د کرکټ بورډ پر ضد لاریونونه راویستی او د دغې ادارې پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

باید وویل شي چې پاکستان په لومړۍ لوبه کې د هندوستان څخه په ۷۶ منډو ماتې وخوړه او بیا یې نن د ویسټ انډیز څخه ۱۵۰ منډو ماتې وخوړه، چې دواړي د پاکستان په څېر هیواد لپاره چې یو ځل یې پنځوس اوریز نړیوال جام او بل ځل شل اوریزه نړیوال جام ګټلی، یو تاریخي او شرمونکې ماتې بلل کیږي.

پاکستان او انګلینډ په دې نړیوال جام کې تر ټولو شرمونکې ماتې خوړلې، او دواړه په خپل ګروپونو کې تر ټولو کمي نومرې اخیستې، او تر اوسه په نړیوال جام کې تر ټولو کمزوري لوبډلي ثابتې شوي دي.

انګلینډ د اسټرالیا او نیوزیلینډ څخه ماتي خوړلې.

د پاکستان راتلونکې لوبه د زمبابوې سره ده، دوی تر اوسه ښه لوبه کړې، د جنوب افریقا سره یې تر ښه لوبي وروسته لوبه وبایله او د متحده عرب اماراتو څخه یې بیا په څلور وکټو سیالي وګټله او د پاکستان اوسنۍ لوبډلې حال ته په کتو سره داسې نه بریښي چې د زمبابوې څخه به هم لوبه وګټي.

د کرکټ د کارپوهانو په اند پاکستان د کرکټ په هر اړخ کې خپله ناکامي ثابته کړه، هغه که بیټنګ وي، که بالنګ وي، او که فیلډنګ، پاکستان ثابته کړه چې ددوی لوبډله په نړیوال جام کې تر ټولو کمزورې او بې خونده لوبډله ده، چې له کبله یې د پاکستان د کرکټ مینه والو زړونه مات شوي.


People break their television sets after defeat… by dawn-news

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x