لوګر: پر امنیه قومنداني د برید په تور ۱۴ پولیس نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر په امنیه قومنداني کې د بريد په تور د دې ولایت چارواکو ۱۴ پولیس نیولي دي.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی د دې ولایت په امنیه قومنداني کې د خونړي سرتيري برید په تور د دې امنیه قومنداني ‍۱۴ ملي پولیس په دې تور نیولي چې په دې برید کې يې د همکاري په ډول لاس درلود.

د لوګر د امنیه قومنداني د امنیت امر عبدالولي طوفان رسنیو ته ویلي چې په دې څوارلسو تنو کې درې افسران هم شامل دي چې د تېرې سه شنبې د ورځې په برید کې د لاس لرلو تور پرې پورې دي.

د لوګر د امنیت د امر په قول که په دې پېښه کې د نیول شويو پولیسو هر ډول لاس لرل ثابت شي نو مجازات به شي، د دوی په خبره تحقیقات ترې روان دي.

په لوګر کې په امنیه قومنداني سرتېری بريد د تېرې سه شنبې د سلواغې په اته ویشتمه ترسره شو، چې د لوګر د سرپرست والي له قوله ۲۲ پولیس پکې وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید په اړه هغه مهال ویلي وو چې برید د دوی څلورو تنو ملګرو غرمه مهال ۱۲ بجې پیل کړ چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، چې د دوی د معلوماتو په اساس د قومندانۍ په طعام خورۍ کې هره ورځ تر ۱۵۰ پورې پولیس او دلته مؤظف عسکر د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي او نن هم ټول په طعام خورۍ کې په ډلیيز ډول موجود وو. همدا راز په دوو دروازو کې هم تر ۲۰ پورې پولیس د پيرې او امنیت ساتلو په دندو اخته وو چې دا ټول وژل شوي او ټپيان دي.

هغه د خپلو ملګرو نومونه خلیل الرحمن د لغمان، عزیزالرحمن د بغلان، محمد شفیق او سمیع الله د کابل د پغمان ښودلي دي.

مجاهد له قوله ملګري یې په درنو، سپکو وسلو، واسکټونو او بمونو سمبال وو او وتوانیدل چې په امنیه قومندانۍ هغه مهال برید وکړي چې عسکر د د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وو.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې لمریزې میاشتې په ۱۸مه د هېواد په شمالي ولایت کندوز کې هم ۳۲ پولیس له طالبانو سره د همکاري په تور دولتي زندانونو ته لېږل شوي دي.

د افغان عسکرو ترمنځ د طالبانو د نفوذ اړوند د ګډ حکومت لومړي مرستیال هم یو «خواشینوونکی» واقعیت ګڼلی و او څه موده وړاندې يې ویلی و چې د طالبانو ډېری بریدونه د افغان عسکرو په همکارۍ ترسره کېږي.

تر دې وړاندې هم د افغان عسکرو په لیکو کې یو پر بل باور بشپړ له منځه تللی بلل کېده، خو د پوځي کارپوهانو له نظره له دې پېښې وروسته به دغه بې باوري نوره هم غښتلي شي، چې ګټه به يې طالبانو ته رسېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د