افغانستان

په زابل کې پنځه ټنه چاودېدونکي توکي ونيول شول

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۵) کلات: د زابل ولايت چارواکي وايي، چې د ګډو ځواکونو په دوو جلاجلا  عملياتو کې ٥٠٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او دوه طالبان له خپلو وسلو سره  یوځای نيول شوي دي

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار خبری رسنیو  ته وويل، چې تېره ورځ  د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې يې ٩٠ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل شوی  دي.

رسوليار وايي، چې دغه چاودېدونکي توکي د مخالفينو له خوا د يوې غرنۍ سيمې په يوه سمڅه کې ځاى پرځاى شوي وو. د ده د معلوماتو له مخې، په چادېدونکو توکو کې ٣٠ بورۍ باروت او پاتې ٦٠ نورې امونيم نايتريت شامل دي، چې په وينا يې مخالفينو ترې د ورانکارو کړنو او د سړک د غاړې د ماين په چاودنو کې ګټه اخيسته.

دغه راز د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امیر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په ګاجوي کلي کې عمليات کړي دي. د فراهي په وينا، په دغو عملياتو کې دوه طالبان له درې ميله وسلو سره د دولتي ځواکونو له لورې نيول شوي دي.

نوموړی وویل امنيتي ځواکونو ٣ بوشکې چاودېدونکي توکي، چې طالبانو د سړک د غاړې په ماينونو کې ترې کار اخيست، هم نيولي دي.

  دزابل په ولایت کی  ددولت دادعاوو په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه  څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x