ورزش

افغانستان سبا د سري لنکا سره زور ازمويي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): تقریبا ۴ لسیزې وړاندې سري لنکا هغه مقام کې وه، نن چې افغانستان په کوم حال کې ده.

سري لنکا کرکټ ۴ لسیزې وړاندې پیل کړ، په ۱۹۹۶ کې يې نړیوال جام وګټلو او په یو ورځيني کرکټ لوبو کې یې د قوي لوبډلې په توګه خپل حیثیت وساتلو.

په روان نړیوال جام کې سري لنکا یوه اونۍ وړاندې د نیوزیلنډ سره یوه سیالي کړې او هغه یې د ۹۸ منډو په توپير سره بایللې ده، دغه لوبډله ټوله هڅه کوي چې سبا نه یواځې افغانستان ته ماتې ورکړي، بلکې خپل رنز ریټ هم ښه کړي.

سري لنکا قوي لوبغاړی لیسټ ملینګا د ۶ میاشتې ټپي کېدو وروسته لوبډلې ته راستون شوی خو هغه پخوانۍ مزه یې نه لیدل کیږي. نوموړي د نیوزیلنډ سره په سیالۍ کې په ۱۰ اورونو ۸۴ منډې ورکړې او د یوې ویکټې په اخېستلو هم بریالی نشو. د افغانستان لپاره دا ښه زیری دی.

سري لنکا د نوموړي د لوبې څخه چندان خوښه نه ده، د سري لنکا کپتان انجلیو میتیوز ښايي هغه په سبانۍ لوبه کې ولوبوي او دا کمزوری امکان هم لري چې د نوموړي پر ځای بل بالر ولوبوي.

افغانستان په برخه کې بیا نړیوال کرکټ پوهان وايي چې د توپ اچونې یا بالینګ په برخه کې ښه دي. افغان لوبډله شاپور ځدران، حمید حسن او میرویس اشرف په څېر ښه تيز بالران لري. دوی کولای شي سري لنکا د نوي بال په اخېستلو سره تر فشار لاندې راولي او لومړۍ ویکټې یې ژر وسوځوي. خو ستونزه بیا ددغې لوبډلې په توپوهنې کې ده چې هېڅ پرې اعتبار نشي کیدلای.

افغانستان د بنګلادیش سره په ۳ منډو خپلې ۳ ویکټې د لاسه ورکړې. وروسته هم چندان د پاموړ لوبه ونه کړله، افغانستان د بنګلادیش څخه سیالي د ۱۰۵ منډو په توپیر سره وبایلله.

افغانستان کم نه ګڼو

د سري لنکا کرکټ ټیم کپتان په خبري کنفرانس کې د سبانۍ لوبې په اړه ویلي چې افغان لوبډلې ته په کم نظر نه ګوري او سیالۍ ته یې ځانګړې تیاري نیولی.

د سري لنکا د لوبډلې کپتان د نیوزیلنډ په دونیدن ښار کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان سره لوبه اسانه نه ده او د هغې لپاره یې بشپړ تیاری نیولی او تمرینات یې کړي.

میتیوز ویلي چې د افغانستان سره لوبه یې جدي نیولې او قوي لوبغاړي یې په لوبډله کې شامل کړي.

په عین حال کې افغان لوبډله وايي چې د سبانۍ لوبې لپاره یې تیاری نیولی او کوښښ کوي چې تېرې سیالۍ تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

کرکټ لوبډله وايي چې دوی کوښښ کوي د سري لنکا سره هغه ډول لوبه وکړي چې نړۍ ته وښيي چې دوی د سترو لوبډلو سره د سیالۍ جوګه دي.

کپتان محمد نبي او روزونکی اینډي مولز په باور افغانستان په نړیوال جام کې یواځې د سیالیو کولو لپاره نه؛ بلکې د سیالیو ګټلو لپاره کوښښ کوي او لوبډله یې ددې وړتیا هم لري.

تېرې سیالۍ

افغانستان په تېرو ۵ یو ورځېنیو سیالیو کې ۲ ګټلي او ۳ يې بایللي دي. سري لنکا لوبډلې بیا د افغانستان په پرتله زیاتې سیالۍ بایللي دي. دغې لوبډلې په تېرو ۵ سیالیو کې ۴ بایللي او یوازې یوه سیالي یې ګټلې ده.

 نوي څوک دي؟

کپتان محمد نبي او روزونکی اینډي مولز په نظر کې لري چې د سري لنکا سره په سیالۍ کې ځيني لوبغاړي لرې او پر ځای یې نوي کسان شامل کړي.

افغانستان د بنګلادیش سره په سیالۍ کې په پیل کې ناکام شول. په ۳ منډو ۳ لوبغاړي یې وسوځېدل. ښايي افغان لوبډله دې ځل ته ځوان او تاند لوبغاړی ۱۸ کلن عثمان غني د جاوید احمدي پر ځای ولوبوي. عثمان غني په تېرو ۱۲ نړیوالو یو ورځېنۍ لوبو کې ۳۳ اوسط لري چې په له منځه يې د زیمبابوۍ پر خلاف یوه سلیزه هم وهلې.

لوبغالی او حالات

نوی بال د نیوزیلینډ په لوبغالو کې د توپوهونکو لپاره خطرناک ثابتیدلای شي. خو تر لنډې باونډرۍ بیا دغه خطر کموي او امکان لري چې ‌ډيرې منډې پرې جوړې شي.
لنډې باونډرۍ د قوي توپوهونکو سره مرسته کوي چې په اسانه شپږیزې او څلوریزې ووهي.

هوا په اړه ویل شوي چې سبا به لمر وي او د باران امکان نشته دی.

سیالي به څوک ګټي، دا تر وخت مخکې خبره ده، خو فشار د سري لنکا په نسبت دا ځل په افغانستان ډیر دی ځکه نېږدې وخت کې يې سیالي بایللې او بله دا چې سري لنکا قوی او د لومړۍ درجې لوبډله ده.

لوبه سبا د کابل پر وخت د نیوزیلنډ د یونیورسټي اوول په لوبغالي کې د شپې په ۰۲:۳۰ بجو پیلیږي.

نن ټکی اسیا د تېر په څېر د افغانستان او سري لنکا تر منځ سیالي په ژوندۍ بڼه ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

ديرشه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x