افغانستان

پنجشیرکی سرښندونکی برید بهرنیو عسکروته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۵) څو تنو سرښندونکو برید ګرانو نن سهار وختی دبنجشیر ولایت  رخه ولسوالی کی دبهرنیو ځواکونو مرکز تر سخت برید لاندی راوستلي دي.

خو افغاني رسمي سرچیني وایی چی دبرید له کبله دپنجشیر ولایت په رخه ولسوالي کی یو کس وژل شوی  او دیوه بهرني عسکر په شمول څلور نور ژوبل شوی دي.

دپنجیر ولایت امنیه قومندان له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل دغه برید نن سها د ۵ بجو به شااوخواکي دامریکایی ځواکونو دولایتي بیا رغوني ‌ډلي داوسیدو پرځای رامنځ ته شوی دي.

قومندان وایی څلور کسه سرښندونکي بریدګر چی یوه صرف ډوله موټرکی سواره  وو دغه مرکزیی تربرید لاندي راوستي، نوموړي زیاته کړه لومړي سرښندونکو کسانو د ولایتی بیا رغونی مرکز تر راکټی برید لاندی راوستی د دروازی له ساتونکو سره له مختصري نښتی وروسته سرښندونکي ومرکزته په ننوتلو بریالي شول، وایی دسرښندونکو له لوری راوستل شوی موټرکی هم چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوی وو، چي دمرکز به دروازه کی یی چاودنه ورکړه.

تر اوسه پوري بهرنیو ځواکونو په دي اړه څه نه دی ویلي، له بله لوري دوسلوالو طالبانو ویاند له خبری رسنیو سره دخبرو پروخت وویل نن سهار وختی زمونږ څو تنو سرښندونکی بریدګران دپنجشیر په ولایت کی دبهرنیو ځواکونو ومرکزته ننوتل او له هغوي سره مخامخ جکړه پیل کړی ده چي له کبله یی زیات شمیر بهرنیانوته مرګ ژوبله اوښتی ده، نوموړی زیاته کړه سرښندونکي برید کونکي په درنو اوسپکو وسلو باندی سمبال وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x