نړۍ

دبۍ: په اسمانڅکې ودانۍ کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲مه، ۱۳۹۳ل): د متحده عرب اماراتو په دبۍ ښار کې په یوې ۸۶ پوړیزې ودانۍ کې اور لګېدلي او ویره ښودل شوې چې ممکن دغه اور د سیمې نورو ودانیو ته هم وغځیږي.

که څه هم د دبۍ د پولیسو مشر خمیس مطر ویلي چې داسي شبهه نشته چې اور دي قصدا لګول شوی وي او یا دي د یوې چاودني په صورت کې رامنځته شوی وي، خو په دې وروستیو کې د دبۍ امنیت وروسته تر هغه اندیښمن شوی چې دغه هیواد په پراخه کچه د اسلامي ګوندونو په خلاف په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې.

ویل کیږي چې په دبۍ او نورو ښارونو کې په دې وروستیو کې امنیتي پيښي زیاتي شوي او یو شمېر چاودني هم شوي، خو د دې لپاره چي د هیواد سوداګریز او اقتصادي پرمختګ ته زیان ونه رسیږي، چارواکي هڅه کوي چې په رسنیو کې د دغو پیښو د مخه راپورونو ونیسي.

له سیمي څخه عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د اور ولیدې چې د (څراغ بلډنګ) له دواړو خواوو پورته کیدلې، او د دغې ودانۍ هندارې او اوسپنیز توکي لاندي په سړک راغورځېدل.

هغوی زیاته کړې چې د تیزي هوا له وجي دغه اور نور هم پسي زیات شو، او د اطفائي لږ تر لږه ۱۲ موټره وروسته له څو ساعتونو په داسې حال کې د اور په وژلو وتوانیدل چې د اور پر لګېدو څو ساعتونه تیر شوي وه او د ودانۍ لوړ پوړونه زیات متضرر شوي وه.

د دبۍ د پولیسو مشر ویلي چې په پيښه کې یوازي څلور کسان ټپیان شوي چې روغتون ته رسول شوي، او نور ځاني تاوانونه نه دي رسیدلي.

د رویټرز په وینا د پيښي سمدستي وروسته سیمي ته ورغلي داخلي لاري تړل شوي وې، او څرنګه چې اور د شپې لګېدلی وو او د جعمې او رخصتۍ ورځ وه، د ودانۍ اوسیدونکې ټول د خوب په جامو کې په سړکونو ولاړ وه، او اکثریت یې تازه له شراب خانو او د رقص د کلبونو څخه راغلي وه، او د پریشاني په حالت کې د خپلو سوځېدلو توکو په ویر اخته وه.

د شیخ زاید سړک ته نیژدې د مارینا په سیمه کې واقع د دغې ۸۶ پوړیزې ودانۍ اوسیدونکو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپلو هستوګنځایونو ته وروګرځي.

باید وویل شي چې متحده عرب امارات په خپل هیواد کې دننه د اسلام پالو مشرانو او خیریه موسسو مشرانو د نیولو او بندي کولو تر څنګ په مصر، لیبیا، عراق، سوریا او تونس کې د اسلامي ګوندونو او وسلوالو ډلو په خلاف په سیاسي او پوځي برخو کې پراخه ونډه لرلې، چې له کبله یې ګمان کیږي چې دغه ډلي به په دبۍ او نورو ښارونو کې انتقامي بریدونه وکړي چې ځیني سرچيني وايي چې په دې وروستیو کې امنیتي پيښي له همدې وجي زیاتي شوې، خو متحده عرب امارات او په ځانګړي توګه د دبۍ حکومت هیڅ یو جهت او افرادو ته اجازه نه ورکوي چې ددغه پيښو په اړه مطبوعاتو ته خبر ورکړي.

 

marina_torch_on_fire marina_torch marina_torch_building_on_fire

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x