بولدک کی چاودنه دیوی ملکی وګړي په شمول دري پولیس افسران ووژل
(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۴) یوه سرښندونکي بریدګر هغه وخت له باروتو ډک موټرته چاودنه ورکړه کله چي دکندهار ولایت بولدک ولسوالی کي دپاکستان پولی ته څیرمه د کومي امنیتي پوستی عسکرو دپلټني اوتفتیش په غرض ودراوه دچاودني په ترڅ کی دیوي ملګي وګړی په شمول دري تنه دپولیسو دکښتي رتبي افسران وژل شوی دي.
له بله لوري نن سهار دناټو ځواکونو خبر ورکړی وو، چی له افغاني عسکرو سره په ګډو عملیاتو کی یی د دفغانستان په شمال کی ۱۳ کسه وسلوال وژلی دي، دافغانستان په شمال کی دفاریاب له ولایت څخه دپولیسو یوه قومندان له خبري رسنیو سره دخبرو بروخت وویل تیره شپه ناوخته مو دنړیوالو ځواکونو په مرسته غورماچ اوقیصار ولسوالیو کی دوسلوالو طالبانو په وړاندي په پراخو عملیاتو لاس پور کړ، نوموړی زیاته کړه دعملیاتو په ترڅ کی ۱۳ تنه وسلوال ووژل شوه، خو دپولیسو له لوري یواځی یو کس پولیس وژل شوی دي.
نن تکی اسیا