نړۍ

هند: په مسلمانانو د دوهم واده بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): د هند سترې محکمې د مسلمانانو لپاره ګڼ ودونه غیر قانوني اعلان کړي او پرېکړه یې کړې چې په دې هیواد کې مسلمانان نه شي کولای له یو څخه زیات ودونه وکړي.

له دې وړاندې د هند د «اتراپردیش» ولایت چارواکو یو دولتي مامور له دې کبله له دندې ګوښه کړی چې غوښتل یې د لومړۍ ښځې په شتون کې دوهم واده وکړي. د هند سترې محکمې د یاد ولایت د چارواکو دغه اقدام ستایلی دی.

د هند د اساسي قانون ۲۵مه ماده د نورو ادیانو پیروانو ته د دیني مراسمو په ترسره کولو کې د ازادۍ حق ورکوي، خو د هند ستره محکمه وايي چې په دغې ماده کې د دوهم واده لپاره د ازادۍ څه نشته.

ستره محکمه زیاتوي چې د اساسي قانون ۲۵مه ماده یوازې عقیدوي چارو ته اجازه ورکوي په داسې حال کې چې، د محکمې په ګومان، دوهم واده د ټولنې عامه بنسټونه ګډوډوي او په وینا یې د دین له بنسټیزو اصولو څخه نه ګڼل کیږي.

په هند کې نږدې ۳۰۰ میلونه مسلمانان اوسیږي. دغې پریکړې په هند کې د مسلمانانو غبرګونونه راپارولي او په حکومت یې غږ کړی چې که رښتیا هم د ټولنې د عامه بنسټونو ساتنه غواړي، نو پر دوهم واده باندي د بندیز پر ځای دي په ټولنه کې د فحشاوو او بد اخلاقیو مخه ونیسي.

په هند کې په مسلمانانو باندې وروسته له هغه سختي زیاته شوې او ژوند یې ستونزمن شوی، چې په دې هیواد کې د مذهبي سختي دریځي ګوند مشر «نرندا مودي» تیر کال انتخابات وګټل او د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د دغه سخت دریځ ګوند غړو د آسام په ایالت کې تر ۳۰ زیات مسلمانان یوازې په دې تور وژلي وه چې د دوی ډلې ته یې رايې نه وې ورکړې.

نرندا مودي له اسلام او مسلمانانو سره په دښمنۍ شهرت لري. نوموړی په هندوستان کې د مسلمانانو د شتون مخالف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x