د نا ټو دری عسکر ووژل شول
(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۴) کابل: نن د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په افغانستان کې د خپلو درېيو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د يادو شويو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا وخبري رسنیوته په یوه جاري شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى. سرچينې زياته کړې ، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه او دوه نور سرتېري يې په سوېل کې د ماين په چاودنې او د وسلوالو مخالفينو په مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
ايساف د پېښو کره ځاى او د وژل شويو سرتېريو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په ختيځ کې د ايساف په مشرۍ امريکايي او په سوېل کې امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٨٠ تنو ته و رسېده.
نن ټکی اسیا