افغانستان

ایساف خپل د بریاوو په اړه د مبالغې څخه کار اخلي

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: د افغانستان په اړه په یوه تازه راپور کې چي نن نشر شوی ویل شوي چي په افغانستان کې د ناټو ځواکونه خپل د بریاو په اړه د ډیري مبالغې څخه کار اخلي، او په دې اړه خپل د شپنیو عملیاتو په اړه چي دوی يې خپل تر ټولو اغیزمن عملیات بولي، او ادعا کوي چي په دغو کې زیات شمېر طالب مشران او د هغوی سره کومکیان وژل کیږي یا نیول کیږي، یو لړ مبالغې کوې،

او د مشر او کومکي په الفاظو کې توپیر نه شي کولای، هغوی کله یوه شخص ته د طالبانو کومکي او بل وخت هم هغه کس ته قومندان وايي.

د هغو په راپورونو کې تضاد لیدل کیږي، کله په یوه لنډ خبر کې د زیاتو مخالفینو د وژلو ادعا وشي، د هغه وخت په اړه په یوه بل راپور کې بیا خپل مخکنی شمېر نه شي ثابتولای او شمېر را کم کړي.

د مثال په توګه د تیرو څلورو میاشتو په اړه په یوه لنډ راپور کې ویل شوي چي ۱۳۰ مخالفین په کښي وژل شوي، خو کله چي تفصیل ته راشي، نو هغه شمېر ۸۰ ته را کمیږي.

او همداسي هغوی په یوه راپور کې ادعا کړې چي په تیر کال کې د القاعدې ۴۰ تنه نیول شوي او یا وژلي شوي، خو په تفصیلي راپور کې بیا وايي چي ۲۲ تنه يې وژل شوي، او ۱۰ يې نور نیول شوي، خو په هغو کې هم د ځینو سره لیکل شوي چي دا کس د القاعدې سره په اړیکو کې یو مشتبه کس دی.

راپور زیاتوي چي د ایساف له خوا د مبالغې دا پالیسي د هغوی مصداقیت تر سوال لاندي راولي، څیړونکي او د جګړیز چارو کارپوهان دې ته اړباسي چي د ناټو په اعدادوشمارو باور ونه کړي، او د ایساف له خوا په نشر شوي هر راپور باندي شک څرګند کړي، او د ثبوت غوښتنه وکړي.

راپور په داسي وخت کې نشریږی چي دوه ورځي تر مخه ایساف ادعا وکړه چي د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو او نورو عملیاتو کې کموالی راغلی دی، او هغه سیمی چي له دوی څخه د ناټو ځواکونو نیولي، تر اوسه طالبان نه دي توانیدلی چي هغه سیمي بیا ونیسي.

د یادوني وړ ده چي د ملګرو ملتونو په څلور میاشتني راپور کې راغلي وه چي په افغانستان کې د تیر کال په پرتله په امنیتو پيښو او دطالبانو په بریدونو کې ۳۹ فیصده زیاتوالی راغلی، خو ایساف دا راپور ناسم بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x