د مال او شتمني برکت

حامد افغان

د موسی علیه السلام او یوه ځوان خوندوره کیسه

یو هلک موسي علیه السلام ته راغی او ورنه ویې غوښتل دعا راته وکړه چې خدای مې شتمن او غني کړي، موسي علیه السلام ورته وویل : غواړې د ژوند په لومړیو دیرشو کلونو کې شتمن شې او که په وروستیو دیرشو کې ؟ هلک حیران شو فکر یې کاوه چې کوم دیرش کلونه غوره کړي .. تر لیږ فکر وروسته یې ورته وویل: غواړم د ژوند په لومړیو دیرشو کلونو کې مې خدای شتمن کړې، ځکه ده غوښتل په ځواني کې شتمن واوسې او د ژوند پاته دیرش کلونه یې معلوم نه دي چې دی به ژوندی وي او کنه .

موسي علیه السلام دعا ورته وکړه چې خدایه ! د ژوند په لومړیو دیرشو کلونو کې یې غني او شتمن کړه، د موسی علیه السلام دعا قبوله شوه او هلک خورا زیات شتمن شو، له هر لوري د مال او روزي دروازې ورته پرانستل شوې او د بې حسابه مالونو او شتمنیو خاوند شو، هلک ځوان شو او تر خپله وسه یې له هیچا یو ډول مرسته هم نه سپموله، چاته به یې مال ورکاوه، ځینو ته به یې د کاروبار لارې او چارې ورښوولې، کارونه او زراعتونه به یې خلکو ته تیارول او له مختلفو لارو به یې خلکو ته کار پیدا کاوه، له یتیمانو او بې وزلو سره به یې مرستې کولې او بې ودو ځوانانو ته به یې کورونه ابادول اوداسې نور .

د ژوند لومړي دیرش کلونه یې په ختمیدا وو او وروستي دیرش نږدې کیدونکي وو، او موسي علیه السلام د پیښو په انتظار و، اخیر دویمه دیرشیزه هم پیل شوه او د سړي حال په خپل حال او په شتمني کې یې هیڅ کمښت رانغی بلکې لایې شتمني زیاته شوه، موسی علیه السلام یوه ورځ له الله جل جلاله نه پوښتنه وکړه چې لومړي دیرش کلونه خو پوره شول الله جل جلاله په ځواب کې ورته وویل : دې سړي زما بندګانو ته دروزي لارې پرانستلې نو زه نه غواړم په ده باندې دخپل رزق لارې وتړم!.

نورو ته د روزي لارې پرانستل او له بې وزلو سره مرسته کول د شتمنو په مال کې برکتونه اچوي او لوی څښتن یې لا شتمن کوي ، موږ هم په خپل هیواد کې ډیر شتمن لرو مسکینانو ته له خیراتونو او صدقو ورکولو سره باید هغوی د ځوانانو او بیکاره خلکو له پآره د کاراو صنعت لارې چارې هم برابرې کړي، لکه هغه مشهوره متل ډوله وینا چې وایې : غریب ته د خوراک له پاره ماهی مه ورکوه بلکي د ماهي نیولو چل ور وښیه . له یو چا سره له ډېرو مرستو دا ښه ده چې هغه ته کاروبار برابر کړل شي که څه هم ډېر کم وي، خیرات خوړل خلک بې همته او بیکاره کوي او د کار خلک همتي او هوډمن وي او د نورو د ښمر سبب هم ګرځي، خدای دي زموږ د شتمنو زړونه نرم او په ذهنونو کې د خیر فکرونه پیدا کړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د