افغانستان

په افغانستان کې دايساف ماموريت يو کال نور هم وغځېد

( نن ـكي اسيا اكتوبر 2011-13) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کې د ايساف ماموريت يو کال نور وغځاوه.

دغه پرېکړه تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٥ دايمي غړو هېوادونو د رايو په اتفاق سره وشوه. په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د مطبوعاتي دفتر له لوري  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرې شپې په غونډه کې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه شوې، چې افغانستان ته دې د نورو سرتېرو، عسكري تجهيزاتو او اکمالاتو لېږد ته دوام ورکړي.

دغه راز د امنيت شورا د ناټو په مشرۍ له ايساف ځواکونو غوښتي، چې د افغانستان د ملي ځواکونو د روزنې، تجهيز او په خپلو پښو د درېدو لپاره دې خپل فعاليتونه چټک کړي.

که څه هم ناټو ځواکونو په دې وروستيو کې په افغانستان کې د يو لړ پرمختګونو خبر ورکړى او د مخالفينو د ځپلو ادعا يې کړې ، خو ملګرو ملتونو تېره اونۍ اعلان کړى و، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په نا امنيو او د مخالفينو په بريدونو کې ٤٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

اوهمدارنګه دافغانسان اولسمشر کرزی هم دوي ورځی مخکي له رسینو سره دخبرو پروخت وویل چی دافغانستان حکومت اوپه افغانستان کي ځاي پرځای شوی نړیوال ځواکونه په هیواد کی دامنیت په راوستلو کی پاته راغلي دي نوموړی زیاته کړه وافغانستان ته دنړیوالو ځواکونو راتګ ددي اولس  هغه هیلی پوره نه کړی کوم چی هیواد والو یی ارزو درلوده.

د امنيت شورا د تېرې ورځې په غوڼده کې په افغانستان کې د عامو وګړو پر مرګ ژوبلې د اندېښنې څرګندونه کړې او ادعا يې کړې، چې ډېرى ملکي تلفات د وسلوالو مخالفينو له خوا د عملياتو په پايله کې رامنځته کېږي، خو له بله لوري بیا  تیره ورځ نړیوالي بشري ټولنی هم یوراپور خپور کړی وو چی هغه کی  یی افغاني پولیسو او دملي امنیت کارګران په دي باندی تورن کړ ی وو چي دزندانیانو په وړاندی یی ډير ناوړه چلند کړی دی. ،او د تحقیقاتو پروخت یی دزندانیانو په وړاندي له ډول ډول شکنجو اوتعذیبونوڅخه کاراخیستی دی.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف اړوند د ٤٨ هېوادونو شاوخوا ١٣٠زره سرتېري مېشت دي.

څلور مياشتې مخکې له دغو ځواکونو څخه افغان ملي ځواکونو ته د ځينو سيمو د امنيت د سپارلو لړۍ پيل شوې او ټاکل شوې ده، چې دغه لړۍ د ٢٠١٤ کال تراخیري پوري پای ته ورسیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x