افغانستان

حامد کرزی امریکایانو ته: په پاکستان مو مه خرڅوئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له فارن پالیسي اونیزي سره په تازه مرکې کې یو ځل بیا د اشرف غني د حکومت له خوا د پاکستان سره اړیکو په اړه څرګندوني کړې، او ویلي: «زه له دې حکومت [ګډحکومت] څخه ملاتړ کوم او کوشش کوم چې یو کاري حکومت شي. د پاکستان په تړاو یې له سیاست پرته نور له ټولو سیاستونو ملاتړ کړم».

دا څوم ځل دی چې پخواني افغان ولسمشر د اشرف غني حکومت پر پاکستاني سیاست کنایتاً نیوکه کوي.

نوموړي د خپل دیارلس کلن حکومت په وروستۍ خدای پامانۍ کې ویلي وه چې «پاکستان له موږ سره د سولې په برخه کې مرسته ونه کړه». کرزي تر دې وړاندې په ښکاره د غني د حکومت پر کوم سیاست دومه واضحه او ښکاره نیوکه نه وه کړې.

ولسمشر اشرف غنی واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته د امتیازاتو په ورکړه کې د نورو افغان حکومتونو په پرتله ډېر مخکې شو. غني له هند سره د وسلو اخیستو هغه تړون وځنډاوه چې د حامد کرزي په هڅو او کوششونو هند افغانستان سره کړی و. د لومړي ځل لپاره یې د اتلسو میاشتو لپاره د افغان ملي اردو افسران پاکستان ته د روزنې لپاره واستول. پاکستان ته یې منځنۍ اسیا ته د لاسرسي اجازه ورکړه او د پاکستاني طالبانو قومندان لطیف الله محسود یې اسلام اباد ته وسپاره او ویل کیږي چې اشرف غني دا هم غواړي چې په جلال اباد او کندهار کې د هندوستان کنسولګرۍ د پاکستان په غوښتنه وتړي.
په کابل کې د ولسمشر دغه سیاستونه د کارپوهانو له خوا تر نیوکو لاندې دي. ولسمشر بې له دې چې د پاکستان له خوا شین څراغ وګوري یا له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ کوم عملي اقدام وګوري، له خپلې خوا یې د هند په څېر ستراتيژیک دوست له لاسه ورکړ.

حامد کرزي له فارن پالیسي سره په خپله مرکه کې د امریکا پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي. کرزي ویلي دي چې افغانستان د امریکا دې مرستې ته اړتیا نه لرله چې جګړه ورزده کړي. کرزي په دې مرکه کې له امریکایانو څخه غوښتي: «موږ یو متحد هېواد یو. کوشش مه کوئ چې موږ ووېشئ. دا هڅې هم مه کوئ چې موږ پر پاکستان خرڅ کړئ».

حامد کرزي توضیح ورنه کړه چې امریکا څنګه افغانستان پر پاکستان خرڅوي؛ خو داسې ښکاري چې د پخواني ولسمشر اشاره د اشرف غني نوو پاکستاني پالو سیاستونو ته ده چې شاید د امریکا په امر دا سیاست غوره شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x