افغانستان

هلمند: د ذوالفقار عملیات او خونړي بریدونه – تفصیلي راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د تېرې یکشنبې د سلواغې په شپږ ویشتمه ګډ حکومت په هملند کې د طالبانو پر ضد د ذوالفقار په نامه پراخ عملیات پیل کړل چې لا هم روان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د عملیاتو د پیل په ورځ رسنیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې به ۷۰۰۰ افغان عسکر برخه اخلي، په ملي اردو سربېره پکې د عامه نظم، ملي پولیس او اربکیانو هم پراخه برخه شته.

هلمند د طالبانو په سږنیو عملیاتو کې له جګړې ډکه سیمه وه، چې ځینې شمالي ولسوالي يې له مرکزونو پرته بشپړ د طالبانو په لاس کې دي.

دعوې

د ګد حکومت له لوري د ذوالفقار د عملیاتو له پیله پوره یوه اوونۍ تېرېږي، چې د چارواکو په خبره دا عملیات به یوه میاشت وخت ونیسي، تر دم ګړۍ د جګړې دواړو غاړو د ګڼو تلفاتو دعوې کړې دي.

د ګډ حکومت د اعلامیو له مخې د عملیاتو په څلورمه ورځ – سلواغې ۳۰مه – يې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۵ او پرون – شنبه – يې ۵۵ تنه طالبان وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان نبې جان ملاخېل د تېرې جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې د عملیاتو په شپږو ورځو کې يې ۱۰۰ تنه طالبان له منځه وړي لسګونه نور يې ټپیان کړي دي.

د امنیه قومندان له قوله دوی د ۷۰۰۰ عسکرو په ملتیا د هلمند په سنګین، مارجه، ناوه او واشیر کې په عملیاتو بوخت دي.

ورسره جوخت طالبانو د دې عملیاتو په وړاندې د مقاومت خبرونه ورکړي او ويلي يې دي چې د ګډ حکومت له لوري په پیل شویو عملیاتو کې «ګوډاګیو» عسکرو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

طالبانو د هلمند په سنګین، مرجه، باباجي ناون او مرکز لښکرګاه ته څېرمه د بریدونو او چاودنو خبرونه وکړي او ویلي يې دي چې مقابل لوري ته يې دورند زیان اړولی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د هلمند په سنګین کې مجیدچوک ته څېرمه یو ساعته نښته کړې چې په پایله کې يې پنځه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، ورسره جوخت يې د هلمند مرکرز ته څېرمه په نهر سراج، یکلنګ، مختار کلا او سرک اول کې دوه ساعته نښته کړې چې د دوی په خبره ۱۰ تنه عسکرو ته يې مرګ – ژوبله اړولې.

عیني شاهدان

په هلمند کې د عملیاتو په دویمه ورځ د هلمند سیمه ییزو امنیتي مسوولینو وویل چې دوی د سنګين په مالمند سیمه کې د طالبانو د ماینونو جوړولو او هیرونو فابریکې سوځولې دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې دولتي عسکرو د مالمند بازار دوه سوه دوکانونه سوځولي دي چې ټول يې ولسي ملکیت او د عادي خلکو عادي دوکانونه و.

د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو، عامه نظم عسکرو او اربکیانو په ګډه د دې بازار دوه سوه دوکانونه او یو موټر پلورنځی چې لسګونه موټر پکې ولاړ و، سوځولي دي.

د سیمې یو قومي مخور حاجي روح الله وايي چې عسکرو ټوله ورځ له طالبانو سره په جګړه تېرکړه «تیاره ماښام يې خپل غچ له عامو خلکو واخیست، دوکانو ته يې له مخې اورونه اچول.»

حاجي روح الله وايي چې د دې عملیاتو عمومي قومندان دادان لونګ ته يې هم شکایت کړی دی، خو په خبره يې هغه ورته ویلي چې په دې دوکانونو کې طالبانو ماینونه جوړول، ځکه باید وسوځول شي.

هغه وايي: «قومندان ویل چې په دې دوکانو کې طالبان بمونه جوړوي او تاسې ټول ورسره همکار یاست، نو وه زوی مړې دا خو د خلکو دوکانونه و.»

په هلمند کې د نن ټکی اسیا ځايي خبريال وايي چې دولتي لوري تر دمګړۍ په کومه سیمه کې پرمختګ نه دی کړی.

د سرچينې په قول د دولت له لوري د ۷۰۰۰ عسکرو په ګډون په پیل شویو عملیاتو کې دولتي عسکرو غوښتل چې د باباجي له سیمې ګرشک ته ووزي، خو یوازې يې په سړک څو شېبې تېرې کړې او بېرته په شا شول.

سره له دې چې په هلمند کې دې پراخو عملیاتو ته دولتي لوری هیله من ښکاري، خو د لوړپوړو دولتي مسوولینو په وینا د عسکرو تر منځ بې باوري او د نظامي مسوولینو «خیانت » د دې سبب شوی، چې ډېری وخت ورته عملیات لکه د کونړ په دانګام کې له ناکامي سره مخ کېږي.

تر دې وړاندې هم د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد اکرم خپلواک د بې بې سې په ازاده جرګه خپرونه کې وویل چې د سنګین په یوه ۲۵۰۰ تنه مېشت پنډغالي کې ۸۰۰ تنه عسکر دایمي غیرحاضر دي چې معاش او لګښتونه يې د پنډغالي عمومي مشران په جېبو کې اچوي.

د دولتي عملیاتو په اوږدو کې عام وګړي ډېری وخت په اندېښنه کې وي او د جګړې له سیمې وتلو ته اړ کېږي، تر اوسه نن ټکی اسیا د دولت له لوري د یو میاشتني عملیاتو په دې لومړۍ اوونۍ کې د عامو خلکو د کډوال کېدو په اړه کوم خبر نه دی تر لاسه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x