ورزش

سري لنکا لوبه وګټله افغانستان زړونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه ۱۳۹۳ل): د بنګلادیش خلاف د ناکامې توپوهنې (بیټنګ) وروسته افغانستان نن په دغه برخه کې د پاموړ پرمختګ کړی و او وتوانیدل چې سري لنکا ته ۲۳۳ منډې هدف وټاکي.

د افغانستان پیل د تېر مېچ په پرتله ډیر ښه و. لومړۍ ویکټ يې په ۳۴ منډو، دوهمه بیا په ۴۰ منډو د لاسه ورکړه.

وروسته اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري ښه لوبه پیل کړه، دواړو لوبغاړو ۸۸ منډو په شراکت سره تر ۱۲۸ پورې منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواري د پریرا په بال په ۳۸منډو وسوځېد.

اصغر ستانکزي منډې تر ۱۵۷ پورې وروسولې او داسې ښکاریده چې ښايي افغانستان تر ۲۵۰ پورته منډې هدف سري لنکا ته وټاکي. خو د ستانکزي د سوځېدو سره افغانستان یو ځل بیا فشار لاندې راغی او ورو بیټنګ یې پیل کړ.

ستانکزي په ۷۰ بالونو د ۵ څلوریزو او ۱ شپږیزې پر مټ ۵۴ منډې جوړې کړې.

تر ستانکزي وروسته نبي ۲۱، نجیب ځدران ۱۰، افسر ځاځي ۱۹، میرویس اشرف ۲۸، دولت ۴، حمید حسن صفر او شاپور یوه منډه جوړه کړه.

افغانستان په ۴۹ اورنو او ۴ بالونو سري لنکا ته ۲۳۳ منډې هدف وټاکه. افغان لوبډله په وروستیو ۲۰ اورونو کې چندان ښه لوبه ونه کړله، هغوی په ۱۹،۴ اورنو کې ۱۰۰ منډې هم جوړې نه کړې.

سري لنکا له لوري مالینګا او میتیوز ۳- ۳ ، لکمل ۲، پریرا او هرات ۱-۱ ویکټ واخېستله.

افغانستان د توپوهنې په برخه کې په پاور پلی کې خراب شو. هغوی د پاور پلی په ۵ اورونو کې ۱۰ منډې جوړې کړې او خپل ۲ لوبغاړي یې هم د لاسه ورکړل.

سري لنکا متأسفانه پچه وګټله، په لوبغالي باران شوی و، بال ښه کیدلو او توپوهونکی د څلویزو او شپږیزو په وهلو سره د ستونزې سره مخامخ کېدلو، خو سربېره پر دې هم افغانستان ښه لوبه وکړه.

د سري لنکا بیا پیل خراب و. دولت ځدران په لومړي بال تریمنی وسوځولو، په درېیم اور کې د سري لنکا ۲ منډې وې او مهم لوبغاړی دلشان یې د لاسه ورکړ. د دلشان ویکټ شاپور ځدران واخېستله.

سري لنکا هغه مهال نور هم تر فشار لاندې راغلله چې حمید حسن د سري لنکا مهم لوبغاړی کمار سنګکارا بولډ اوټ کړ. کمار سنګکارا سوځېدو سره افغانستان د ګټلو هیله پیدا شوله.

وروسته کارنراتنې د جی وردنی سره لوبه پیل کړه، خو هغه هم د حمید حسن په بال کېچ اوټ شو. سري لنکا تر کامل فشار لاندې وه، هغوی په ۵۱ منډو خپل ۴ مهم لوبغاړي د لاسه ورکړي وو. خو لا هم جی وردنی چې سري لنکا ته یې څو سیالۍ ګټلي په میدان کې ولاړ و او د نوموړي په شتون کې د افغانستان بریا محال وه.

جی وردنی د کپتان میتیوز سره په ګډه لوبډله تر ۱۷۷ منډو پورې ورسوله او د افغانستان د بریا خوب یې تس نس کړ. میتیوز ۴۴ او جی وردنی په ۱۰۰ منډو وسوځېدل او افغانستان د سیالیو ګټلو هیلې یو ځل بیا پیدا شوې.

جي وردنی بیټنګ او سلیزه

وروستیو اورونو کې افغانستان لوبه تر خپل واک لاندې راوستې وه، خو پریرا د پیاوړې لوبې په کولو سره سري لنکا ته بریا ورکړه او د افغانستان څخه یې په ۴ ویکټو سیالي وګټله.

پریرا په یوازې ۳۲ بالونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لوري په بالینګ کې حمید حسن وځلید، نوموړي په ۹ اورونو کې ۴۵ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول. حمید حسن سنګکارا، جی وردنی او کرنراتنې له منځه ویوړل.

 

وروستۍ خبره

افغانستان نېږدې وه په کرکټ کې نوی تاریخ جوړ کړي او د لومړۍ درجې لوبډلې ته ماتې ورکړي. افغانستان مقاومت وکړ او ښه قوي مقاومت یې وکړ.

که جی وردنی او میتیوز ګډ شراکت نه وی کړی، افغانستان بریا حتمي وه.

د ماتې سربېره؛ سري لنکا سیالي وګټله او افغانستان بیا د ښې لوبې په کولو سره زړونه وګټل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

یاره نن ټکی اسیا والله بیشک ما فکر کاوو چې یوازی مو د خبر ، تحلیل او ټیکنالوجۍ برخه کمساري ده مګر تاسو خو په ورزش کې هم بی بي سي ته شکست ورکړ ، دا ډول ډول راپورونه او سبورتي تحلیلونه ګوره هسی ما ویل د نظره نشئ

غوربندي

په زړه پورې سرلیک او ډېره ښه افاده

مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx