افغانستان

کلات: د څارګري اداري ښاري مدیر ووژل شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۲) د  زابل د مرکز کلات ښار د ملي امنيت ښاري مدير د وسلوالو په بريد کې ووژل شو او يو ملکي وګړى او دوه پوليس ټپيان شول .د زابل د والي ویاند خبري رسنیو  ته وويل چې د کلات د ملي امنيت ښاري مدير حاجي خان مير نن له غرمې مخکې په ١١بجو په کلات ښار کې د مستوفيت ودانۍ مخې ته د وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شو .

دده په خبره ، چې وسلوالو د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ګټې اخيستو سره پر ښاري مدير ډزې وکړې او بيا له پېښې وروسته دغه وسلوال په تېښته بريالي شوي ، خو د نيولو پلټنه يې دوام لري .

د نوموړي په وينا، نن ځکه د مستوفيت مخې ته زياته ګڼه ګوڼه وه ، چې د بې پليټه موټرو خاوندانو ته پلېټونه ورکول کېدل او خلکو په مستوفيت کې يوه اندازه پيسې تحويلولې .

ده وويل چې په دې پېښه کې يو ملکي کس او دوه پوليسو هم د وسلوالو په ډزو کې ټپيان شوي ، چې د کلات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي .

د کلات مرکزي روغتون يو ه ډاکټر ، خبری رسنیو  ته وويل چې د ملي امنيت ښاري مدير حاجي خان مير، چې پر سينه لګېدلى و ، لومړى په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شو ، چې وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه .

دده په وينا، چې د يوه ټپي ملکي وګړي او دوو پوليسو روغتيايي حالت  د ډاډ وړ دى .

تراوسه پورې ددې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى .

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x