افغانستان

کندوز کې طالبانو له دوو کلیو اربکیان شړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمالي ولایت کندوز کې طالبانو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې مرکز ته څېرمه له دوو کلیو اربکیان بشپړ شړلي دي.

سره له دې چې په کندوز کې ډېری وخت د نښتو راپورونه له امام صاحب او چهاردرې ولسوالیو ورکول کېږي، خو طالبانو پرون – شنبه – مرکز ته څېرمه عملیات ترسره کړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې کاږي چې د دوی ملګرو پرون تر غرمې مخکې عملیات پیل کړل او د شپې تر نهو بجو يې دوام وکړ، چې په خبره يې د ایشانانو او سجاني په نامه دوه کلي يې له اربکیانو نیولي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې په دې اوږده جګړه کې درې تنه اربکیان وژل شوي او نور په تېښته بريالي شوي دي.

وړاندې زیاتوي چې په ورته وخت کې په چقور قشلاق سیمه کې هم «له دښمن سره نښته رامنځته شوه چې تر ماخستنه يې دوام درلود، په دې نښته کې ۳ عسکر قتل او ۲ نور ټپيان شول.»

د کندوز سیمه ییزو چارواکو په سیمه کې د نښتو پخلی کړی خو د اربکیانو د تېښتې په اړه يې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې هم مهاله د هلمند په ځينو سیمو کې عملیات روان دي او همدا شېبه د غزني په اجرستان ولسوالي کې چې د طالبانو په تشکیل کې د دایکندې ولایت برخه ده شدیده جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x