روغتیا

بې خوبي مو د شکرې په ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا شيکاګو پوهنتون ډاکټرانو يوې طبي څېړونکې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې بې خوبي وينه کې تېزابيت زياتوي او له امله يې انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کيږي.

د شيکاګو پوهنتون طبي ټيم تېره پنجنشنبه «د اروپايي ډاکټرانو د شکرې ناروغۍ ټولنې» په مجله کې ليکلي، چې د شکرې ناروغۍ د پېښېدو او بې خوبي تر منځ ډېرې ژورې اړيکې دي.

څېړنه زياتوي، چې بې خوبي، يا لږ خوب په اوسنيو ټولنو کې بيخي ډېر عادت شوی، چې له امله يې د وينې غوړ زياتيږي او وينه کې انسولين کميږي.

پرله پسې بې خوبي انسان په ذهني ناروغۍ، شکرې او چاغوالي اخته کوي؛ ځکه چې د بې خوبي له امله پيدا شوې ستړيا د کوليسټرول هارمون زياتوي.

د دې څېړنې د پايلې په موخه د شيکاګو پوهنتون ډاکټرانو پر ۱۹ کسانو تجربه کړې، چې عمرونه يې د ۱۸ او ۳۰ کالو تر منځ وو او په دوه ډلو يې تقسيم کړي دي.

اولې ډلې ته يې ويلي، چې څلور شپې له ۷-۸ ساعته خوب وکړي.

دوهمې ډلې له درې تر څلور ساعته خوب کړی دی.

د خوب له دغې تجربې وروسته ډاکټرانو د دواړو ډلو د وينې تيزاب، هامونز، ګلوکوز، انسولين معاينه کړي دي.

د څېړنې په پايله کې راغلي، چې درې څلور ساعته خوب کوونکو کسانو په وينه کې تېزاب زيات شوي وو، د انسولين فعاليت يې لږ او د پخوا په پرتله يې د بدن په فعاليت کې توپير ليدل شوی.

د دغه څېړونکي ټيم مشرې ډاکټر «اسرا سالي» د څېړنې په پاي کې ويلي، چې د دوی له تجربې او څېړنې ښکاري، چې د بې خوبۍ او شکرې د ناروغۍ تر منځ ډېر تړاو شته، او دا ګواښ ډېر زيات دی، چې د بې خوبۍ له امله دې انسان د شکرې په ناروغۍ اخته شي.

د څېړنې په پای کې راغلي، چې اووه، اته ساعته خوب کول، چې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ښه وسيله بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Jaan Mohammad

له ږړه له کومي سلامونه او احترامونه وړاندی کوم: زما د کور غړې د شکر ناروغي او د ویني د فشار د ناروغۍ بر سیره اوس د معدې په ناروغۍ هم اخته شویدی د COLONOSCOPY, EDG, ULTRA SOUND او CT SCANE هم شویدی هیڅ کوم خرابی نه لیدل کیږي خو ناروغ چي هر شي وخوری هاضمه نشته یا بیرته استفراق کوی با هم د قبض د دوا خوړلو په ذریعه خارجیږي خو د معدي له درد نه ډیر شکایت کوی هیله ده لازم هدایات را ګوته کړئ . والسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x