افغانستان

ننګرهار: پولیسو د ایساف غلال کړل شوی عسکري سامانونه ونیول

(نن ټکی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۱۲) ننګرهار: پوليسو په ننګرهار کې د لسو ميليونو ډالرو په ارزښت  په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو غلا شوي پوځي تجهيزات چې رادار هم په کې شامل دى، ونيول. د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي  ياد شوي توکي خبريالانو ته وښودل او ويې ويل، چې پوليسو دغه توکي نن له غرمې مخکې ١١ بجې د دې ولايت د بهسودو او مومندرې ولسواليو د تورخم – جلال اباد لويې لارې ته څېرمه د کمې ډکې په سيمه کې په يوخالي کور کې ترلاسه کړي دي.

دى وايي، چې په دې اړه څوک نيول شوي نه دي او ترلاسه شوي توکي د ايساف له اکمالاتي کاروانونو غلا شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په نيول شويو توکو کې د الوتکو معلوموونکى رادار، ماين پېژندونکي او خنثا کوونکي ماشينونه، پرمختللې مخابرې، لوډسپيکرونه او کمپيوټرونه شامل دي. عبدالزي وويل، چې نيول شوي توکي په ٥٤ کارتنونو کې ځاى پرځاى شوي وو. د جلال اباد ښار د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي وويل، چې ترلاسه شوي توکي د ايساف ځواکونو پوځي انجنيرانو ته د لا زياتو پلټنو په موخه يې وسپارل.

دافغانستان په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ومنله، چې  نيول شوي توکي ناپېژاندو غلو د دوى له اکمالاتي کانټينرونو څخه غلا کړي دي. سرچينې زياته کړه، چې غلو په ماهرانه ډول د کانټينرونو ځانګړي قولفونه مات کړي او تر غلا وروسته يې ورته نور لګولي دي. دا لومړى ځل دى، چې په ننګرهار کې افغان امنيتي ځواکونه د ايساف غلا شوي پوځي تجهيزات ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x