ورزش

ګل مرجان یې نه مني! په کرکټ کې هم «اجرائیه» جام غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): نن د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په سلسله کې د افغانستان او سري لنکا تر منځ لوبه تر سره شوه، چې له ډیري ښې لوبې کولو وروسته افغانستان ونه شوای کړای، چې لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.

د لوبي په لومړي پړاو کې افغانان وتوانیدل چې ښه توپوهنه وکړي، او د کرکټ مینه وال حیران کړي، خو د لوبې په دوهم پړاو کې په لومړیو اورونو کې وتوانیدل چې سري لنکا تر فشار لاندی راولي، خو وروسته یې لوبه سسته سوه، او ونه توانیدل چې د ښې لوبي تسلسل برقراره وساتي، شاید دلته د سریلنکايي لوبغاړي جیوردنې غوندي تجربې ته اړتیا وه، چې له افغانستان سره نه وه.

خو په فیس بوک روږد افغانان چي د افغانستان سیاست پرې اغېز شیندلی، د لوبي په پایله باندي په تبصرو کې ویلي چې «دوی یې نه مني».

ijra_jam

لکه څرنګه چې ډاکټر عبد الله د انتخاباتو پایلي نه منلې، دوی هم د لوبي پایله نه مني، بلکي ځانته «اجرائیه جام» غواړي.

دوی فکر کوي چې په دې احتجاج سره به دوی هم اجرائیه جام تر لاسه کړي، لکه څرنګه چې ډاکټر عبد الله وتوانید د ګټونکي اشرف غني څخه اجرائیه چوکۍ تر لاسه کړي، او واک نیم په نیم ورسره وویشي.

داسي ویش چې خندا او ژړا ، ښه راغلاست او مخه ښه، او حتی مډال په سینه ټومبل په ګډه سره کوي.

خو دغه پاریدلي افغانان په دې ځان نه پوه کوي چې کرکټ که څه هم یوه لوبه ده، خو ځانته یو قانون او نظام لري، دلته د امریکا غوندې هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم نه شي کولای چې مداخله وکړي او د لوبې په قوانینو کې د خپلي خوښې سره سم ادلون بدلون راولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x