افغانستان

بدخشان: واوره ښويېدنه کې دوولس تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې په دې ولایت کې په تازه واوره ښويېدنه کې د يوې کورنۍ دوولس تنه وژل شوي دي.

د بدخشان د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې رییس عبدالله دهقان وايي چې تېره شپه د راغستان ولسوالي په کجلي کلي کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ دوولس تنه وژل شوي چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شته.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې اته کورونه هم تخریب شوي دي چې دوی هڅه کوي زیانمن شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

تر دې وړاندې هم د بدخشان په یمګان ولسوالي کې د واورې ښويېدو له امله شل کورونه تخریب او دیارلسو تنو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته، چې د سیمې د خلکو له قوله تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

یاده دې وي په بدخشان کې د واورې د ډېر اورښت له امله له مرکز فیض اباد سره د ۱۳ ولسوالیو لارې تړلې پاتې دي.

وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شول، چې په مرکز فیض اباد کې د ملي اردو چورلکې ولسوالیو ته سپرلۍ په پیسو وړي، چې اوس يې ځينې خلک د کرایو له پورته کېدو ګیله کوي.

د دې چورلکو د سپرلیو کرايې د پیلوټ او د هغې قرارګاه د مشر ترمنځ سره شریکې دي چې دا چورلکې ورپورې تړلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x