ورزش

پاکستاني رسنۍ: پاکستان دې له افغانستانه کرکټ زده کړي – ویډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه ۱۳۹۳ل): د سري لنکا سره د افغانستان پیاوړې لوبې وروسته پاکستانیانو د پیغور په ډول خپلې لوبډلې ته ویلي چې د افغانستان څخه دې لوبه زده کړي.

د لوبغالي خېشتوالي، تیز پيچ او قوي بالینګ د لرلو سره سري لنکا د پچې ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړه.

پاکستاني رسنۍ دنیا نیوز په خپل یو راپور کې ویلي چې نوروز منګل او جاوید احمدي د افغانستان د لوري توپوهنه پیل کړه، ملینګا، میتیوز او لکمل سره یې ښه په نره مقابله وکړه، وسوځېدل خو د سوځېدو سره یې پاکستان ته درس هم ورکړ چې لوبه خلک داسې کوي.
pakistan media
راپور زیاتوي چې افغان مډل آرډر (هغه لوبغاړي چې په منځ کې راوځي او د ملاتیر ګڼل کیږي) اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري ښې لوبې پاکستان مډل آرډر ته دا درس ورکړ چې لوبه څنګه کیږي.

دنیا نیوز راپور له مخې نوم، قد او ويښتانو سټایل څخه څوک نه ډاریږي، بلکې هغوی چې کوښښ کوي هغوی لوبه ګټي.

دنیا نیوز په باور افغانانو په وروستۍ سیالۍ کې په سریلانکا باندې د اوسپنې نخود وژول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x