پکتیا ولایت د ځینو ولسوالیو د ولسوالانو د بدلون خبره وکړه
د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د پکتیا ولایت د ځینو ولسوالیو د ولسوالانو د بدلون خبره وکړه او زیاته یی کړه چی دا کار د امنیتی وضعی او پرمختیایی کارونو په موخه کوی ده وویل چی په ځینو ولسوالیو کی ولسوالان له ډیری مودی راهیسی پاتی شوی ، چی په هیڅ برخه کی کوټلی اقدام نشی کولای او د قومونو تر اغیزی لاندی راغلی دی
همدرد دا خبری نن په امنیتی غونډه کی وکړی چی امنیتی مسائیل و د څیړنی په موه په هر اوونۍ کی د سه شنبی په ورځ جوړیږی ه دی غونډه کی پریکړه وشوه چی د قومونو او د سیمی دودونو ته پام سره له دوی سره باید سم چلند وشی تر څو د ولس او دولت تر منځ واټن له منځه ولاړ شی
په دی غونډه کی پریکړه وشوه چی د سید کرم ، ډنډ پټان او څمکنیو ولسوالي ولسوالان به بدل را بدل او ځینی به له دندو کوښه کړی .
دا په داسی حال کی ده چی تیره اوونۍ د پکتیا والی ولسوالانو ته ګواښ کړۍ وو که دندی په سمه توګه تر سره نه کړی نو په اړوند به یی جدی اقدام وکړی.
جبار خیل