نړۍ

د عثماني خلفاوو د نيکه جسد ترکيې ته يو وړل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د ترکيې لومړی وزير داود اغلو وايي، چې د عثماني خلافت د بنسټګر عثمان ارطغول د پلار سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې د سوريې حلب څخه ترکيې ته راوړی دی.

الاناضول خبري اژانس د ترکي چارواکو له قوله وايي، چې تېره شپه نهه بجې ۳۹ ترکي ټانکونه، ۵۷ زغره وال موټر سل پوځي موټر او ګڼې څارګرې او ايف ۱۶ الوتکې يې د سوريې حلب سيمې ته لېږلي وې او د عثماني خلافت د نيکه سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې ترکيې ته راوړل.

الاناضول خبري اژانس زياتوي، چې ترکي ځواکونو د سوريې حلب او الرقة ښار تر منځ «اشمة» کلی او شاوخوا سيمه محاصره کړه، د ترکيې بيرغ يې پورته کړ او د ارواښاد سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې له حلب څخه ترکيې ته راوړل.

د عثماني خلافت نيکه د جسد له راويستو او ټولو مهمو معنوي او تاريخي اثارو له را ټولولو وروسته ترکي ځواکونو د زيارت ټولې ودانۍ ونړولې، تر څو راتلونکي وخت کې څوک د دغه ځای د ناوړه کارولو هڅه ونه کړي.

راپورونه وايي، چې د ارواښاد سليمان شاه د جسد پاتې شوني انقره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

الاناضول خبري اژانس زياتوي، چې د سليمان شاه د جسد د نقلولو پر مهال ترکيې سوريه کې نړيوالو ځواکونو ته خبر وکړی و، ځکه چې دا وېره هم وه، که ترکيې نړيوالو ځواکونو ته خبر نه وای ورکړی، نو دا امکان و، چې پر ترکي ځواکونو دې بمبار وشي.
ترکي حکومت څه موده وړاندې سوريه کې د جګړو دواړو لوريو ته اعلان کړی و، چې د خپلو جګړو پر مهال دې د عثماني خلاف د نيکه له قبره څخه ځانونه لرې ساتي او هېڅوک بايد د سليمان شاه زيارت ته د زيان اړولو هڅه ونه کړي.

ترکي پوځ وايي، چې د سليمان شاه د جسد را نقلوو پر مهال يو ترکي پوځي په غير نظامي عملياتو کې مړ شوی دی.

۱۹۲۱م کال کې، چې سوريه د فرانسوي ښکېلاک تر واک لاندې وه، ترکيې او فرانسې دا تړون کړی و، چې د سليمان شاه د مزار سيمه د عثماني خلافت برخه بلل کيږي او دغه سيمه تر اوسه د ترکيې په کنټرول کې وه او د سليمان شاه د زيارت ساتنه هم ترکي ځواکونو کوله، مګر له تېرو دوو مياشتو راهيسې دغه سيمه کې د سختو جګړو له امله د سليمان شاه د زيارت ساتنه ستونزمنه وه او بالاخره ترکي چارواکو پرېکړه وکړه، چې د خپل نيکه د جسد پاتې شوني ترکيې ته يوسي.

سليمان شاه د قتلمش زوی او د عثماني خلافت د بنسټګر عثمان ارطغول پلار و، چې ۱۲۹۹م کال کې يې د عثماني خلافت بنسټ ايښی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x