افغانستان

دافغانستان دپخواني بادشاه لور په ترکیه کي وفات شوه

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۰) کابل: حکومتي سرچینو خبرورکړی دی چي دافغانستان دپخواني بادشاه او ددی هیواد ازادي قهرمان غازي امان الله لور ډاکټر ملیحه په ترکیه وفات شوه.
دباختر خبري اژانس خبرورکړی دي چي دغازي امان الله خان لور دترکیه هیواد پلازمینه استنبول ښار کي له طولانی رنځ څخه وروسته د ۹۱ کلنو په عمر کی له دی دنیا څخه سترګي پټي کړی.
ویل کیږی دسولي دجرګي مشر صبغت الله مجددي، په ترکیه کي دافغانستان دسفارت مشاور مهترهمایون کامګر، په استنبول کی  دافغانستان کونسل جنرل محمد سرورو مجددي، اوهمدارنګه به ترکیه کي میشتو زیات شمیر افغانانو دغازي امان الله خان دلور ډاکټر ملیحا دجنازي په مراسمو کی برخه واخیسته.
ډاکټر ملیحا خپلي لومړني زدکړي داټالیی په پلازمینه روم کي ترسره کړی وي، اوپه ۱۹۵۵ کال کی  یی په ترکیه کي دطب پوهنتون دنسایی ولادي له جراحي څانګی څخه فارغه شوی وه.
نوموړي دترکیی دپخواني بادشاه جلال بابر له یوه نژدی قریب انجنیر محمد طاهر ساکیر سره واده کړی وو.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x