غوسه څنګه وزغمو؟

(1) د غوسې د زغملو او درملني لومړی طریقه (اعوذ بالله) ویل دي، یعني په الله جل جلاله سره له شیطانه پناه غوښتل، دا د غوسې ختمولو ښه او غوره لاره ده، او په تجربو سره ثابته او ازمویل شوې ده، لکه قرانکریم وایي: که چرته شیطان وسوسه دراچوي نو له الله نه پناه وغواړه، بېشکه هغه اوریدونکی او پوه دی. ﴿وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [فصلت: 36].

په حدیث کې راغلي: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ستاسو کوم یو غوسه شي او (اعوذ بالله من الشیطن الرجیم) ووایي غوسه به یې ختمه شي. عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم: لو يقول أحدكم إذا غضب: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ ذهب عنه غضبه. المعجم الصغير للطبراني3/ 157، برقم: 1017.

(2) د غوسې دویم علاج (چوپتیا) ده، کله چې انسان غوسه شي باید چوپ پاته شي، هیڅ خبره دي نه کوي، د غوسې زغملو دا طریقه که څه هم یو څه سختي او زور غواړي خو اغېز یې بیخي زیات او ګټوره ده، ستونزه او بدې پېښي عموما له خبرو پیل کیږي او د غوسې نیولي کس خبره د شر مقدمه وي، او په خبرو سره غوسه زیاتیږي نو که خوله پټه ونیسي له شر نه به خوندي او غوسه به یې کنترول کړې وي، امام ابن رجب -رحمه الله تعالى وایي: چوپتیا د غوسې لویه دوا ده، ځکه کله چې د غوسې نیولي انسان غوسه ختمه شي بیا د غوسې د مهال په هره خبره سخت پښېمانه وي.

لکه په حدیث کې راغلي: عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک پوهـ کړئ، اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، او که ستاسو کوم یو غوسه شي نو چوپ دي شي. عن ابن عباس -رضي الله عنهما- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: علموا، ويسروا ولا تعسروا، وإذا غضب أحدكم، فليسكت. مسند أحمد5/ 61، برقم: 2029.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د