افغانستان

حکومت دانتخاباتو کمیسون اونړیواله ټولنه به دسیمن بارکزي دمرګ مسؤله وي (خاوند)

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۰) دپارلمان له چوکی څخه لری کړل شوی پخوانی غړي، سیمن بارکزي چی له تیرو اتو ورځو راپدی خوا یی دافغانستان دپارلمان ومخ ته دپارلمان له چوکي څخه دلیرو کولو به خلاف دنه خورک په اعتصاب لاس پوري کړی دي، تیره ورځ دنوموړي خاوند له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چی دسیمن بارکزي  روغتیایی حالت ورځ له بلي خرابیږي اوکه کچیري ومري  مسؤلیت به یی دافغانستان دحکومت دانتخاباتو دکمیسون اودنړیوالي ټولنی په غاړه وي.

بارکزی دپارلمان له هغونه تنو  نمانیدګانو له جملی  څخه ده چی  دروان کال په لومړیو کی دټاکنو لپاره دټاکل شوی خاصي محکمي له لوري ناکامه اعلان کړل شول ، اوپرځای یی  هغه کسان چي مخکی دانتخاباتو دکمیسون له لوري ناکام بلل شوی ول بیرته کامیابه اودلری کړل شیو نهو تنو کاندیدانو پرځای دافغانستان وپارلمان ته وروپیژندل

سیمن بارکرزی چی دهرات له ولایت څخه  کامیابه شوی وه دروان کال د اګست په میاشت کی بیرته ناکامه اعلان شوه اوله چوکی څخه لري کړل شوه.

دنوموړي خاوند وایی نن اتمه  ورځ ده چی میرمني یی په اعتصاب لاس پوری کړی دي، خو دحکومت اونړیوالي ټولنی له لوري دهغي غوښتنو ته چا غو هم نه دي نیولي.

دسیمن بارکزي خاوند زیاته کړه میرمني یی هوډ کړی چی یابه دلته مړه کیږی اویاخوبه بیرته دپارلمان دغړي په توګه منل کیږي.

دروغیتا وزارت مرستیالي وزیري نادره حیات دپارلمان له غړو سر دلیدني پروخت وویل داچی بارکزي نه سیروم لګوي اونه هم دویني دپیشار دکتلو لپاره چاته اجازه ورکوی، امکان لري معده کی یی السر راسربیره شی چی دنوموړي لپاره خطرناک تمامیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x