امريکا کې اسلاموفوبيا «اسلام دښمنۍ» څېړنه او شننه

سرچینه: دامريکا پرمختګ مرکز – ژباړه: احمد جرس – سریزه: نعمان منلی

سریزه: سمویل هنټینګټن Samuel Huntington (پیدا 18/4/1927_ مړ24/12/2008) په کال 1996 م د تهذیبونو ټکرThe Clash of Civilizations په نوم کتاب ولیکه دا مهال د نړۍ له دوو سترو ځواکونو (روس او د امریکا متحده ایالات) نه د روسیې ځواک په ختمیدو و او د امریکا متحده ایالات د نړۍ د یواځني ځواک په توګه بروز کاوه، او د نیو ورلډ ارډر په پروګرام یې کار پیل کړ، هغه مهال دې کتاب نړۍ ولړزوله، ځکه لیکوال دا نظر وړاندي کړی و چې اوس د دولتونو او قومونو تر منځ د ټکر او جګړو وخت تیر شوی دی بلکي د تهذیبونو تر منځ د ټکر وخت را روان دی، او ښکاره خبره ده چې دا مهال په نړۍ کې دوه غښتلي تمدنونه شتون لري چې هغه “اسلامي تمدن” او “لویدیځوال تمدن” ده . نو جګړه به هم د دې دوو تمدنونو ترمنځ وي.

د سمویل هنټینګټن دا نظر هغه مهال امریکایي او نورو غربي سیاستوالو رد کړ لکه په افغانستان باندي د برید په مهال چې د سپیني ماڼۍ ویاند د هغه مهال د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دویم جورج بوش د کروسیډ وار یا صلیبي جګړو د پیل کیدو خبره د هغه تیروتنه وبلله.
دا اوس هم لویدیځوال سیاستوال هر وخت په خپلو خبرو کې وایي چې زموږ جګړه د اسلام پر خلاف نه ده لکه پرون باراک اوباما هم وویل، خو ځمکني حقایق بیا د دوی د خبرو پرخلاف دي، لویدیځوال سیاستوال دا خبرې هغه مهال کوي کله چې د مسلمانانو پر خلاف د اسلام ضد کړیو د تیري کومه پېښه رامنځته شي لکه څه موده مخکي په بوسټن کې د اسلامي مرکزو سوځونه یا دا څو شپي مخکي د دریو مسلمانو ځوانانو وژنه، په لویدیځ کې که څه هم په ښکاره د بیان، فکر او عقیدې ازادي د یوه مهم اصل په توګه پیژندل کیږي خو دا اصل د اسلام او مسلمانانو په اړه نه مراعت کیږي د لویدیځ میشتو مسلمانانو او اسلام او اسلامي نړۍ پر ضد منظمي ډلې او پراخه کارونه په تیزي سره روان دي.

دا خبرې تشه ادعا نه ده بلکي په لویدیځ کې ځیني بې طرفه او حقیقت پیژاندو سیکولریستانو او سیکولر ادارو دا حقایق رابرسیره کړي دي او د هغو مخالفت یې کړی ده لکه په تیره فروري کې د جرمني په برلین ښار کې د انجیلا میرکل په ګډون د اسلاموفوبیا پر خلاف مظاهره چې اسلاموفوبیا یعني د اسلام دښمني او یا له اسلام وېره یې سخته وغندله او میرکل داهم وویل چې اسلام د جرمني جزء ده. او د غرب له خوا د اسلام دښمني په اړه د یوې لیبرل امریکایي ادارې: Center for American Progress یو مهم راپور را اخلو چې دا به لویدیځ د کور د خلکو له خوا په هغوی باندې شاهدي شي.

په امريکا کې د اسلاموفوبيا «اسلام دښمنۍ» په اړه دا څېړنيز راپور د امريکايي پرمختګ مرکز له خوا خپور شوی او امريکا کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د روانو ظلمونو او تاوتريخوالي په اړه په کې منهجي بحث شوی ده، نن ټکی اسيا د خپلو لوستونکو د معلوماتو او ځمکني حقايقو د پېژندلو په موخه دا راپور پښتو کړی دی او سره لولو یې. (دسریزي پای)
—————-
Center for American Progress د امريکايي ليبرالانو يو څېړنيز مرکز دی او دغه څېړنه کې يې امريکا کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د روان تاوتريخوالي په اړه څېړنه کړې او د څېړنې ډېره برخه ۲۰۰۱ کال را په دېخوا حالاتو باندې تمرکز کوي.

اسلاموفوبيا او ګواښونه يې؟

اسلاموفوبيا څه معنا؟ يعنې اسلام او مسلمانانو سره بې کچې دښمني، کرکه او نفرت او خلکو کې د اسلام او مسلمانانو په اړه زهرجن تبليغات او وېره خپرول، د مسلمانانو منفي اعمال په نښه کول، د ژوند له چارو يې بې برخې کول او امريکا کې له ټولنيز او سياسي ژونده د مسلمانانو ګوښه کول اسلاموفوبيا بلل کيږي.

اسلاموفوبيا د امريکا له بنسټه په دغه هېواد کې فعاليتونه کوي او د امريکا په تاريخ کې يې خپل فعاليتونه نه دي پريښي.

اسلاموفوبيا له پخوا راهيسې تورپوستانو، د پرديو هېوادونو کډوالو، ځينو مسيحي او ګڼو نورو ديني ډلو سره د مختلفو لاملو پر اساس دښمني پالي.

څېړنه زياتوي، چې اسلاموفوبيا که څه هم د امريکا په تاريخ کې ډېر پخوانی نوم دی، مګر په تېرو لسو کالو کې يې په ډراماتيکه توګه دومره پرمختګ وکړ، چې تمه يې هم نه کېده.
په خلکو کې يې خپله ايډيالوژي او افکار خپاره کړل او خپل غړي يې زيات کړل، چې د مسلمانانو پر ضد کرکې او نفرت ته لمن ووهي.
د پام وړ ځای خو يې لا دا دی، چې ۲۰۱۲م کال ولسمشريزو ټاکنو يې ډېر مهم رول درلوده او د رايو په زياتولو، کمولو کې يې رغنده رول درلود.

امريکا کې اسلاموفوبيا ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له پېښې وروسته نه دی راپيدا شوي، بلکې له دې وړاندې حتا د تېرې پېړۍ په نوي‌يمو کلونو کې هم اسلاموفوبيا ښه په درز کې خپل فعاليتونه درلودل.

اسلاموفوبيا په دوو وختونو کې ډېر زيات او د پام وړ پر مختګ وکړ.

اول: ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښه وه، چې له امله يې اسلاموفوبيا خپل فعاليتونه او اغېز زيات کړ او د امريکايي رسنيو، کارپوهانو او ښي اړخو ګوندونو په مرسته يې امريکا کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تاوجن تبليغاتو ته زور ورکړ او د امريکايي ولس په ذهن کې يې اسلام او مسلمانان د بشريت دښمنان معرفي کړل.
دغه څېړنيز راپور کې راغلي، چې د تازه ترسره شوو سروې ګانو له مخې امريکا کې اسلام هغه دين دی، چې د نورو اديانو په پرتله ورته د کرکې او دښمنۍ په نظر کتل کيږي.
ABC امريکايي تلويزون او واشنګټن پوسټ د ګډې ترسره شوې سروې له مخې وايي، چې يوازې ۳۷٪ امريکايان اسلام ته په درنه سترګه ګوري او پاتې نور يې د کرکې او دښمنۍ په نظر.
د سروې ۲۸٪ ګډونوال وايي، چې امريکايي مسلمانان ستره محکمه کې د دندې ترسره کولو حق نه لري.
ټايم امريکايي مجله د ترسره شوې سروې له مخې وايي، چې درې برخې امريکايي ولس په دې اند دی، چې مسلمانان ولسمشرۍ ته د کانديدو حق نه لري.

د اسلاموفوبيا دوهمه مرحله ۲۰۰۸ م کال کې پيل شوې او تر اوسه هم روانه ده.

۲۰۰۸ کې چې جهموري پلوه له سپينې ماڼۍ ووتل او تور پوستی بارک اوباما د سپينې ماڼۍ واکمن شو، نو اسلاموفوبيا خپلو تبليغاتو او پروپاګند ته زور ورکړ او داسې تورونه يې پرې لګول، چې ګواکې اوباما پټ مسلمان دی، امريکا کې له اسلام او مسلمانانو سره خواخوږي لري او اوباما او اسلام دواړه په يوه تله د امريکا دښمنان بولي.

اسلاموفوبيا ډلې

د اسلاموفوبيا په اړه د څېړنيز راپور جوړوونکی ټيم وايي، چې د دوی څېړنه امريکا کې د اسلاموفوبيا د پېژندنې په اړه لومړی ګام بلل کيږي او اسلاموفوبيا له شپږو مهمو کړيو جوړ دی او هره کړۍ يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد کرکې او نفرت خپرولو لپاره ځانګړي متخصصين او کارپوهان لري.

لومړۍ کړۍ يې د مالي مرستو او بسپنو ده. دغه کړۍ يې د خيريه کارونو، علمي بحثونو او نورو پټو او ښکاره فعاليتونو له لارې دوهمې کړۍ ته مالي مرستې برابروي.

دوهمه کړۍ يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پوهان او څېړونکي روزي، د ترهګرۍ، اسلام، مسلمانانو، امریکا او اسلامي نړۍ په اړه څېړنې او بحثونه کوي.

د دوهمې کړۍ غړي د کارپوهانو او څېړونکو جامې پر تن وي او خلکو ته ځانونه د مثقفو روڼ اندو او پوهانو په درواغجنه جامه کې وړاندې کوي، مګر په حقيقت کې دوی د اسلام او مسلمانانو پر ضد کارونه کوي او په خپلو څېړنو کې په لوی لاس داسې تېروتنې او غلطۍ ځايوي، چې د اسلام او مسلمانانو نوم او رنګ ور بد کړي.

درېيمه کړۍ يې د ښي اړخو مسيحي ديندارو کړۍ ده او دغه ډله په مسيحي ټولنه کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پروپاګند او تبليغاتو ته ځانګړې شوې او دغه درېيمه کړۍ خپل فعالیتونه د څلورمې کړۍ په مرسته پر مخ بيايي.
د څلورمې کړۍ مسؤوليت دا دی، چې په ټولنيز او سياسي ژوند کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد فعاليتونه ترسره کړي.
دغه ډله په سياسي او ټولنيز ژوند کې داسې متخصصين او کارپوهان روزي، چې د امريکا په سياست کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تبليغات وکړي او د دې لپاره له اليکټرونکي، چاپي او ټولنيزو رسنيو کار اخلي.

د اسلاموفوبيا پنځمه کړۍ د امريکا سخت دريځي رسنۍ دي او داسې خلک او کارپوهان رابولي، چې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پروپاګند او تبليغاتو لپاره ځانګړي شوي وي او دغه رسنۍ په پوره شد و مد دغه پروپاګندونه خپروي او ويونکي يې د امريکا د پوهانو ستوري او رڼاګانې بولي او د خلکو په ذهنونه کې دا ورکوي، چې بايد د همداسې پوهانو خبرې ومنل شي.

شپږمه او تر ټولو خطرناکه کړۍ يې د ځينو ښي اړخو سياسي چارواکو فعاليتونه دي، چې د اسلاموفوبيا له مخې د اسلام او مسلمانانو پر ضد سياسي ناستو او غونډو کې ويناوې کوي او حتا کانګريس کې د داسې غونډو غوښتنه کوي، چې د اسلام د ګواښونو په اړه دې بحثونه وشي.
د اسلاموفوبيا قيادي مشران

څېړنيز راپور د اسلاموفوبيا د ډېرو مخکښو مشرانو نومونه ياد کړي او ځينې يې بيخي ډېر مشهور خلک هم دي. د ټولو يادول يې ستونزمن او ګران کار دی، مګر ځينې مهم مشران يې په لاندې کرښو کې در وپېژنو.
اول: هغه مشران، چې اسلاموفوبيا لپاره مالي مرستې برابروي. راپور کې راغلي، چې اووه «خيريه» مؤسسې دي او ۲۰۰۱-۲۰۰۹ کاله يې څېړنيزو مرکزونو ته ۴۲،۶ميليونه امريکايي ډالر ورکړي او د دغو څېړنو مهم هدف د اسلام او مسلمانانو پر ضد د منفي تبليغاتو تر څنګ د ښي اړخو امريکايانو او اسراييلو په ګټه څرګندونې دي.

راپور زياتوي، چې د دغو مالي مرستو په واسطه د ليکوالو او څېړونکو وړې ډلې جوړيږي د اسلام او مسلمانانو په اړه ناسم معلومات خپروي او همدې ناسمو معلوماتو له مخې د مسلمانانو پر ضد تبلغيات هم کوي.
دوهم: د اسلاموفوبيا کارپوهان: راپور کې راغلي، چې دانيال بايس، فرانک جافني، سټيفن اميرسون، روبرټ سبنر او دا هر يو يې اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ ځانګړې کيسې لري او هر يو يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پرله پسې ليکنې اوکتابونه خپروي.
دغه کارپوهان پر اسلامي شريعت نيوکې کوي، اسلام «ديکتاتوري نظام» بولي، امريکا کې د جوماتونو دښمني خپل مسؤوليت بولي او وايي، چې اسلامي شريعت د جوماتونو له لارې امريکا کې خپريږي، امريکا د اسلامي جهاد قرباني ده، اوس هم په امريکا کې پټ جهاد روان دی او مسلمانان په دې لټه کې دي، چې امريکا کې اسلامي شريعت خپور او حاکم کړي.
درېم: راپور د هغو د ولسي ګوندونو او ټولنو په اړه ليکي، چې د اسلام دښمنۍ په موخه نوي جوړ شوي دي.
د ساري په توګه د باميلا جيلر په مشرۍ «امريکا کې د اسلام مخه ونيسئ» او بريجيت جبريل په مشرۍ«د امريکا د ژغورنې لپاره د اسلام مخه ونيسئ» او داسې نورې ډلې ټپلې د اسلام او مسلمانانو پر ضد کرکې او نفرتونه خپروي.
دغه ډلې د خپلو منفي تبليغاتو لپاره له نوو لارو چارو کار اخلي. په سياسي، علمي، څېړنيز او علمي ځايونو کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد ناوړه او منفي تبليغات کوي.

د «د امريکا د ژغورنې لپاره د اسلام مخه ونيسئ» ډله د متحده ايالاتو په لر و بر کې ۵۷۳ څانګې لري او ۲۰۰۹ م کال کې يې خپله ماليه له يو ميليون ډالرو زياته وه او دا ماليه له هغو پرته ده، چې اسلاموفوبيا يې ورکوي.

څلورم: اسلاموفوبيا د سخت دريځي مسيحيانو په مرسته هڅه کوي، چې امريکا کې د اسلام مخنيوی وکړي او راپور کې د هغو مسيحي مبلغينو نومونه هم راغلي، چې اسلاموفوبيا لپاره يې ډېرې منډې ترړې کړي دي.
د دغو مسيحي مبغلينو په سر کې باټ روبټسون، جون هاګيورالف ريډ، فرانکين ګرام او داسې نور، چې د امريکا په مسيحي ټولنه کې ډېر نوم او نښان لري او دا خلک لسګونو زره پلويان او مريدان لري، چې د دوی ويناوې او خپرونې خلکو ته رسوي.

پنځم: د اسلاموفوبيا لپاره د امريکا ښي اړخې رسنۍ تر ټولو زهرجن تبليغات کوي او ډېر مهم خلک يې د دې لپاره په کار ګومارلي دي.
د دغو رسنيو په سر کې «فاکس نيوز» «واشنګټن ټايمز» «نيشنل ريويو» او «سي ان بي» تلويزونونه او ورځپاڼې او دوی داسې کارپوهان هم لري، چې په خوږو او ترخو الفاظو د اسلام او مسلمانانو پر ضد شپه ورځ څرګندونې کوي.
راپور زياتوي، چې د امريکا سياسي چارواکي د اسلاموفوبيا تر شا ولاړ دي او بې کچې زيات ملاتړ يې کوي او د دوی درواغجن تبليغات د رښتوني حقايقو په شکل خپروي او د اسلاموفوبيا د مالي مرستو او ملاتړ لپاره خلک هڅوي.

د اسلاموفوبيا په اړه څېړنيز راپور په دوو مهمو ټکو کې را غوڼدولی شو.

اول: امريکا کې د اسلاموفوبيا زياتېدل او ۲۰۰۸ م کال راهيسې يې بيخي په ډراماتيکه توګه پرمختګ زيات شوی دی.

دوهم: اسلاموفوبيا يو ځانګړی ګوند دی او ګڼې نورې ټولنې لري، چې يو بل سره مرستې او همکاري کوي، ښې پرېمانه پیسې او کارپوهان لري او شپه ورځ امريکا کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تاوجن تبليغات کوي او ستر هدف يې دا دی، چې له امريکا د اسلام ټغر ورټول کړي.
سرچينه: Center for American Progress

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د