افغانستان

د پاکستان وتلی پوهنتون (LUMS) افغان محصلینو ته سکالرشيپونه ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان وتلي پوهنتون «لمز» او د افغانستان حکومت پرون افغان محصلینو ته په سکالرشيپونو ورکولو موافقه وکړه.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې پاکستان ته د اشرف غني د سفر پر مهال ددغو سکالرشيپونو اعلان شوی و.

د LUMS پوهنتون رییس پروفیسر ډاکتر سهیل نقوي د پوهنتون او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي د ګډ حکومت په استازیتوب د سکالرشیپ اړوند موافقه لاسلیک کړه.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د افغانستان د سکالرشيپ پروګرام یواځې د استعداد لروونکو زده کوونکو لپاره دی. د خبرپاڼې له مخې تکړه او ذهین زده کوونکي به د وړتیا پر اساس د لسانس او تر لسانس پورته زده کړو لپاره لمز پوهنتون ته ليږل کیږي.

د موافقې د لاسلیک پر مهال افغان سفیر جانان موسی زي وویل چې دی ډیر خوښ دی چې د افغانستان په استازیتوب دغه موافقه چې له مخې به یې افغان استعداد لروونکو محصلینو ته ځانګړي سکالرشيپونه ورکول کیږي، لاسلیکوي.

جانان موسی زي زیاته کړې چې پنجاب ته د افغان محصلینو راتګ او په لمز پوهنتون کې د هغوی زده کړې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کوي.

په وروستیو کې ګډ حکومت د پاکستان سره پټې اړیکې پیل کړي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزي په باور ښې نه دي. افغانستان نېږدې څو اونۍ وړاندې پاکستان د نظامي روزنې لپاره افغان عسکر ولېږل. همدا راز افغانستان د سولې په اړه ټولې هيلې پاکستان پورې تړلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان حکومت د نویو سکالرشيپونو لپاره ۱ میلیون ډالر لګښت ټاکل چې وروسته به ۲ میلیونه ډالر نور هم د پاکستان د حکومت لخوا اعلان شي.

د سکالرشيپونو دغه پروګرام به د ۲۰۱۵/۱۶ تعلیمي کال کې پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x