افغانستان

دافغانستان په سویل کی یو بهرني عسکر ووژل شو

http://trendsupdates.com/wp-content/uploads/2009/10/US-soldier-in-Afghanistan.jpg(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۹) کابل: په کابل کی دایساف مطبوعاتي دفترخبرورکړی دي چی دافغانستان په جنوب کی له ولسوالي طالبانو سره دمخامخ نښتی له کبله یو بهرنی عسکر وژل شوی دي.

له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت نن دایساف ویاند دخپل یوه عسکر دوژلو پخلي کړی دي، خو دوژل شوی عسکر دتابعیت اودوژنی دځای له ځرګندولو څخه یی ډډه وکړه.

دروان کال په اوږدو کی تراوسه پوري بهرنيو ځواکونو په افغانستان د ۳۵۶ امریکایی عسکرو په شمول د ۴۸۵ بهرنیو عسکرو د وژلو پخلي کړی دي.

دیادولو وړ ده چي روان کال وسلوالو طالبانو دمخکي ټولو کلنو په پرتله دبهرنیانو اوهمدارنګه د افغانستان حکومت دلوړ پوړو چارواکو دوژلو لپاره بریدونوته دیونوي تکتیک اوپلان له مخی زور ورکړي دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x