نظــر

ښاغلي محمد اشرف غني ته د لوي کندهار د خلکو پرانيستي ليک!

لیکوال: عبدالعلي افغان

ښاغلي اولس مشره غواړو نن خپل درد د يو تريخ حقيقت په شکل ستا تر بندو دروازو در و رسوُ.

د لوي کندهار اولس د تاريخ په هر دوره کي د مختلفو دسيسو ښکار او قرباني سوي دي، داځکه چي پر موږ تر ډېره حساب کيږي او په دې وياړو چي همېشه د دوښمن د سترګو ازغي جوړ سوي يو او د هيواد څخه مو په مېړانه دفاع کړې ده.

په تيرو ۱۳ کالو کي هم ډېر درد او بدبختي د لوي کندهار خلګو جبران کړې دي، خو بدبختانه د تيرو ۱۳ کلنو د بدببختي لامل بېګانه نه، بلکي فاسد وزيران، بدمرغه قومي مشران، د دې دورې نازولي قوماندانان،ملکي افسران،د ولايتي شوراګانو تش په نامه مشران او يو و نيم سوداګر پارلماني وکيلان،دي، چي يواځی او يواځي يې هرڅه تر خپلو شخصي اغراضو قربان کړی دي.

کندهار برق نه لری موږ ګيله نه کوو، صبر مو کړي دي. کندهار همېشه د امتياز په بهانه بې امتيازه سوي دي پروا نه لري، بې کاري تر حد ډېره سوې ده بيا هم پروا نه کوي، د تعلم څخه لکه څنګه چي ښايي هغسي نه يو برخمن سوي بيا هم ګيله نه کوو.

مګر ښاغلي اولس مشره هغه متل دي

وايي: ګيډړ چي د غار و خولې ته ورسېږي، نو جنګ د زمري کوي.

او هغه بل متل دی: غل و زغلوه تر کوره نه تر ګوره.

نور نو کندهاريان تر پزي راغلي، هره ورځ مرموزي وژني رواني دي، مندي بوري کيږي، پلرونه بې زامنو کيږي، ماشومان بې پلاره او خوندی مو سر تور کيږي.

نن زموږ تر سوو د ډیرو ځوانانو مړي په رېګو او شفاخانو کي پيدا کيږي، نن تر سو ډېر ځوانان ستا د پوليسو او قاضيانو د کرغېړنو قلمونو په زور په بنديخانو کي ناحقه د طالب په نامه شپې او ورځي تېروي.
نن کندهار نه دي د غم ټغر ورڅخه جوړ سوي دي، هر دوهم کور يې د يو مشکل نه د يو مشکل سره لاس او ګرېوان دي.

ستا د پوليسو د قوماندانو په لاس کي داسي قانون دي، چي په یوه ګړي کي خوار او بې وسه عام سړی د پردو جاسوس او طالب کړي.

د ناحيو ماموريتونه او د ولسواليو قوانداني په شخصي زندانو بدل سوي دي.

ستا پوليس او نور ملکي مامورين دومره وږي سوي دي، چي نه يې دګمرک د غلا په پيسو غاړه وځي، نه يې د معارف په غلا، نه يې د پوليسو د معاشاتو، نه يې په قرادادونو، نه يې د ښاروالي په محصولاتو او نه يې په نورو دولتي غلاوومړېدل سته.

نن به کندهار کي تر ټولو خطرناکه لوبه چي په اصل کي په خړو ابو کي د ماهيانو د نيولو په معنا روانه ده هغه د بې ګناه کسانو نيول او يو شمېر د پيسو په بدل کی بيرته ايله کول او نور يې د طالب او تروريست په نامه و زندانونو ته کشوا او یا هم په مرموز ډول وژل کېدل د کندهاريانو د سر داغ ګرځېدلي دي.

د بيان د ازدي په نامه خبريالان کار کوی، خو خلګ د بيري خپل مشکل نسي ورته بيان کولای.

اولس مشره موږ تاته رايه درکړه چی ته د نړۍ دوهم متفکر يې او زموږ مشکل به حل کړې، خو ته هم نن اوسبا لرې، زموږ د وينو قيمت ستا تر سياسي اړیکو ډېر بې قدره درته معلوميږي.

نور دي سر نه در خوږو فقط دونده درته وايو د هری پيښي څخه په وارو وارو خبر سوي ياست يه سوو ثبوتونه درته پراته دي، داچي ته کم پلان لرې په دي نه پوهيږو، مګر موږ نور د دې نا احله، فاسدو او قاتلانو دولتي مامورينو څخه تر پزي راغلي يو نوره مو د زغم قاصه پر نسکورېدو ده.

مشره هيله ده د خپلو اولسو تر څنګ و درېږي او د دغه للو او پنجو د غوړه مالۍ ښکار نه سې.

دا مو د پېرزويني اخيري پيغام دي، چي ترتا يې رسو، هيله ده نور د کندهار د پاره د يوې سالمي اداري غم و خورې، که نه بيابه ګېله نه کوې چي کندهاريانو تاسو خو به زه خبرولای؟

که دي ژر تر ژره غم و نه خوړي د داسي مشکل سره به مخامخ سې، چۍ بيابه یې د نړۍ هيڅ قدرت به يې مخه نه سي را ګرځولای.

موږ اوس هم اتلان لرو خير دي که مو یو څو ورځی صبر وکړی دا په دې معنا نه چي موږ یا د فکر د لحاظا يا هم د قدرت د لحاظه تر چا کم يو دلته اوس هم يو غټ اولس پروت دي، دا هغه اولس دي چي د ميرويس خان نيکه او احمد شاه بابا نومونه ورباندي ياديږي.

موږ اوس د دې جوګه يو چي د فزيکي جنګ سره سره په فکري جنګ هم پر هر دوښمن برلاسي و اوسو!

په اخير کي يو متل

غر که هرڅونده لوړ سي پر سر يې لار سته.

هيله ده زموږ درد درک کړي او لکه څنګه چي دي وعده کړې وه وفا په وکړې. دسيسو ښکار او قرباني سوي يو، دا ځکه چي موږ همېشه د هيواد په غم غمجن او د هر ډول تشدد په مقابل کي مو د پوره صبر او زغم څخه کار اخيستي دي.

په تيرو ۱۳ کالو کي هم ډېر درد او بدبختي د لوي کندهار خلګو جبران کړې دي.

بدبختانه د تيرو ۱۳ کلنو د بدببختي يو تر ټولو لوي لامل فاسد وزيران، بدمرغه قومي مشران، د دې دورې نازولي قوماندانان او ملکي افسران دي، چي يواځی او يواځي يې هرڅه تر خپلو شخصي اغراضو قربان کړی دي.

يوه سالمه مشوره: د نړۍ يو رهبر هم تر هغو ښه ورځ نه ده لېدلي، ترڅو چي يې د اولسونو ګټي د ځان نه دي بللي.

هيله ده ستا تصوير همېشه زموږ په کورنو او زړونو کي ځوړند پاته سي.

هيله ده نور مو د ټوپک او خپل منځي جنګو له شره و ساتي.

هيله ده نور د افغانستان اصلي دوښمنان يعني فاسد چارواکو ته داسی سزا ورکړي چي بيا هيڅکله څوک د دې پاکي خاوري سره د خيانت فکر لا و نه وهي.

هيله ده زموږ درد درک کړي او لکه څنګه چي دي وعده کړې وه وفا په وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

وروره داهم متل ده وای یوسړی أورأخستی وه ،بل ورته ویل ودریږه مامازه سګریټ لګوم،،داهم متل ده وای دیوه أمل(اسهال)کیده بل ### ځنی غوشته،،نوأولس مشرنه دوس مشر،مزدورمشرکه اسلامی خوپه ځای پریږده،افغانی غیرت اواحساس درلودلای خپله لوربه یی دځان کړی وای اوراپرکورکړی به یی وای،خو۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰؟خیرته أوبوأخیستی یی نوځکه ځګ(پک)ته هم لاس أچوی خدای دی وکړی چی نورموپه رشتیادصبرکاسه په ډکیدووی که څه هم ډیرناوخته ده،مننه

ميرويس

دا سي کارونه چي تاسو يي د اشرف غني څخه غواړي چي ويکړي۔ هغه ولس مشر يي کولاي سي چي په خپل هيواد کي يو څه واک او اختيار ولري، مخکني او اسني اداره هيڅ اختيار نه لري۔ نو دوي به څه وکولاي سي؟ موږ افغانان او نور اسلامي هيوادونه د امريکا او د ددې د انډيوالانو په ختايستنه يعني دجل ختاوتلي يو۔ دوي وايي يو څه او کوي بل څه۔ د دوي غولونکي الفاظ دادي: جمهريت،ديموکراسي، ازادي، اصلاح۔۔ او نور خو تر دغو غولونکو الفاظو تر شا چي کوم ظلم، وحشت ، بربريت او فساد پروت دي پر هغه… نور لوستل »

ameenullah

یوبل متل دی یومڑکیدی اوبلی سرتھ پراٹھ کتلھ

جانیخیل

یاره افغان صاحب په لیکنه مو تکلیف ایستلی دی الله ج دی اجر در کړی ، خو زه چی فکر کوم (کین ره که تو میروی به ترکستان است) یوه اشتباه خو مو داکړی چی رایه مو ورته کړی ،ځکه دا کدوسری ،مفسدین او تالی څټی مو هم په ځان او هم په نور ولس مسلط کړل دوهمه اشتباه داده چی دکندهاریانو دستونزی حل له ده غواړی ،زه له تا پوښتنه کوم ته او خدای دا بیچاره یی حل کولای شی ؟خپله دی هم ویلی دی چی پولیس دی دا کوی او هاکوی نوزه تاته وایم آیا دجنرال رازک او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x