افغانستان

رباني: «لاسپوڅو» په «وحشت» خلک غلامۍ ته اړ کول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د جمعیت اسلامي مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو نوی وزیر صلاح الدین رباني وايي چې روسانو او د هغوی لاسپوڅو افغانان په وحشت، وېرې او وینو تویلو غلامۍ ته اړ کول.

صلاح الدین رباني پورته څرګندونې د کب د دریمې ولسي پاڅون د کالیزې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې کړې دي، چې د دوی په خبره دا پاڅون د برهان الدین رباني په مشرۍ ترسره شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د جوړ شوي ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وړاندې پخپل پیغام کې د کب د دريمې د پاڅون د شهیدانو د لارې پايښت غوښتی او هغوی يې د شوروي د ماتې بنسټګر بللي دي.

د کابل خلکو د شوروي له یرغله دوه میاشتې وروسته د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب په دریمه له يوې پټې ناستې وروسته پاڅون وکړ او د وخت رژيم يې ناروا وباله.

روسانو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه مستقیم یرغل وکړ، چې دوې میاشتې وروسته د کب په دریمه د چند اول له ولسي پاڅون سره مخ شول، چې دې پاڅون درې ورځې دوام وکړ.

سره له دې چې صلاح الدین رباني تر وزارت وړاندې د برتانيې دویم تابعیت لغوه اعلان کړ خو لا هم د چند اول قیام یو نېک ګام او د شورويان په وړاندې د جهاد لومړی ګام بولي.

د شورویانو له ماتې نږدې لس کاله وروسته افغانستان د ناټو تر مستقیم یرغل لاندې راغی، چې د صلاح الدین رباني پلار برهان الدین رباني يې د یرغل کلک ملاتړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

اوس دا ووایه جناب عالی چی که هغوی لاسپوڅی و او خلک یی په زوره غلامی ته رابلل نو تاسی ولی اوس له همغو کسانو نه یو کس د افغانستان وزیر داخله کړ اوبل داچی ستا او دهغوی په مینځ کی فرق څه شی ده او څه فایده دی وکړه چی هغوی لاسپوڅی و او ته نه یی که ته هغوی په زوره او وحشت د یوه روس غلامی ته رابللی نو اوس خو تا په خپله رضا د 50 هیوادونو غلامی شروع کړی ده هغوی خو لکه په تا غوندی مجاهد نما او منافق لس چنده شرف درلوده چی… نور لوستل »

abid

تبصرې یواځې په پښتو/دري تورو نشریږي. هیله ده پښتو/دري توري ولیکئ. اداره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x