افغانستان

په میدان وردګ ولایت کې بهرنیو ځواکونو یوزیات شمیر ولسي وګړي ونیول .

chapaنن ټکی آسیا: تیره شپه دبهرنیوځواکونوله خواپه میدان وردګوولایت دچک ولسوالۍ دقولک په کلي کې چاپه ووهل شوه.

په دی چاپه کې بهرنیوځواکونو دشپې په دریوبجوباندې دکلی ټول نارینه وګړي له ځان سره پرته له کوم اتهام څخه ساتلي او معلومه نده چې بهرنیوځواکونونوموړي وګړي دڅه هدف لپاره ترنیولو وروسته له ځان سره بیولي.

دیادونې وړ ده چې نوموړوځواکونو دمیدان وردګ په اړونده نورو کلیوکې همداسې وحشیانه حملې نورې هم کړې چې دهغه پیښوپه هکله تراوسه څه معلومات نشته.

خو ویل کیږي چې تیره ورځ دچک ولسوالۍ ولسوال دمیدان وردګووالي ته دروانو عملیاتودبشپړموثریت په هکله ویلي وواوغوښتنه یې ترې کړې وه چې ددغو عملیاتولړۍ دې نوروسیموته هم وغزول شي .

ددغو عملیاتو دوروستیو پایلو په اړه به نورجزیات وروسته په لیکه شي ؛ځکه دغه وحشیانه عملیات لا اوس هم دمیدان وردګ ولایت په مربوطاتو کې دبیوزلو ولسي وګړو په خلاف دوام لري.

خبر یال اجمل بلوچ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x