افغانستان

ننګرهار: د شینوارو ولس د دور بابا ولسوال پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): ننګرهار ولایت کې د شینوارو ولس د دور بابا  ولسوال پر ضد پراخه لاریون وکړ.

د ننګرهار څخه را رسیدلي راپورونه وايي چې د شینوارو قومونو د دوربابا ولسوال همېشه ګل او د ګډ حکومت پر  ضد لاریون وکړ.

په ننګرهار کې د نن ټکی اسیا همکار له قوله لاریون کوونکو د طورخم –جلال اباد لویه لاره د څو ساعتونو لپاره بنده کړې وه.

هغه وايي چې لاریون کوونکو د دوربابا په ولسوال همېشه ګل تور پورې کاوه چې د ځمکو په غصب کې لاس لري، د طالبانو په نوم بې ګناه ولس وژني او نور غیرقانوني کارونه کوي.

دوی چې د ولسوال او ګډ حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول ګواښ کاوه چې که حکومت همېشه ګل له دندې ګوښه نه کړي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

په وروستیو کې د ګډ حکومت د چارواکو پر ضد لاریونونه زیات شوي دي.

نېږدې څو اونۍ وړاندې ولس د ځمکو د غاصبینو پر خلاف لاریون وکړ او په غبرګون کې یې د څو ساعتونو لپاره د کابل – جلال اباد لویه لاره تړلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x