افغانستان

هرات كې یوې مور ۶ بچي زیږولي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۳مه ۱۳۹۳ل): هرات په یو روغتون کې یوې مور تېره شپه ۶ بچي زیږولي دي.

دغه ښځه چې ۳۲ کاله عمر لري، د فراه ولایت اوسیدونکې ده. د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ملکه پیغام او ددغې ښځې معالج ډاکتر ویلي چې د ماشومانو زیږیدنه په نورمال شکل سره شوې.

ډاکتر ملکه پیغام ویلي چې دغې ښځې تر دې وړاندې هم دوه ځل بچیان زیږولي او په نويو زیږیدلو ماشومانو کې ۴ انجونې او ۲ هلکان دي چې له منځه يې ۵ ماشومان د زیږیدلو څخه ۶ ساعته وروسته مړه شوي او یوازې یو یې ژوندی پاتې شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب له قوله چې د دغو نویو زیږیدلو ماشومانو د بېرته مړیني لامل د وخته مخکې زیږیدل دي. هغې وویل چې نوي زیږیدلو ماشومان د معین وخت څخه ۲ میاشتې وړاندې وزیږیدل.

د مېرمن خانم په وینا د نوي زیږیدلو ماشومانو مور پنځه ورځې وړاندې د فراه ولایت څخه تداوۍ او ماشومانو زیږولو لپاره دغه ولایت ته راغلې وه.

هغې د ماشومانو د مور وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې شپږم نوی زیږدلي ماشوم روغتیايي حالت هم ښه دی.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم یوې مور په هرات کې څلور ماشومان زیږولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله دي د دغي خورکي په پاته ماشوم کي د هغو نورو پنځو مړه سوو ماشومانو برکت هم واچوي. الله دي يې د نورو ټولو مسلمانانو د اولادونو په شمول دغه پاته اولاد په ايمان، تقوا، عافيت او خوشالي کي ور لوی کړي. آمين ثم آمين

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x