افغانستان

د امریکا د دفاع وزیر کندهار ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د دفاع نوی وزیر اشټون کارټر پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او نن د کندهار د ولایتي ادارې له خبراوي پرته کندهار ته ورسید.

د کندهار د  سرپرست والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ويلي چې کارتر نن کندهار ته د دوی له خبراوي پرته سفر کړی او هلته يې له مېشتو امریکايي عسکرو سره ليدلي دي.

د خپلواک په خبره ښايي کارټر له امریکايي عسکرو سره له لیدو وروسته د ۲۰۵ اتل قول اردو له هغو افغان عسکرو سره هم وګوري چې امریکایانو روزلي دي او له دوی سره به د طالبانو پر ضد په هلمند کې د روانو عملیاتو په اړه خبرې وکړي.

اشټون کارټر پرون سهار وختي کابل ته په ناڅاپي سفر راورسید او په افغانستان کې د ناټو عسکرو عمومي قومندان جان کمپبل يې هرکلي ته ورغی.

کارټر د ګډ حکومت له مشر سره هم لیدلي او ښايي اشرف اغني په راتلونکې میاشت کې امریکا ته سفر وکړي، چې د بهرنیانو د وتلو په اړه به وروستۍ خبره د هغه په سفر کې کېږي.

کارټر څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه او دا يې لومړنی بهرنی سفر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی جان

دی ته وایی باداری چی خپل پر سر چی یی زړه وی هغه کوی نه دولت خبر نه اتر دیو ملک دفا ع وزیر خپلی سری په ملګ کی ګر ځی پر ولایتونو ګر زی د دی معنی هم دانده لکه یو کس چی دبل په کور کی ګر ځی او هغه دکور خونه په خونه کی په خپله خوښه کړځی ای دکفر غلامانو وس خو مو الحمد الله کمه د درواغو پرو پاکنډه چی دپاکستان په نامه مو هر مسلمان او مومین او مجاهدتورن کوی نن خو هغه بادار هم درته معلوم شو چی هغه هم دکفر ی غلامانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x