افغانستان

طالبانو ګڼ عسکر وژلي او ۱۲ يې تسلیم کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن د ننګرهار په اچین ولسوالي کې ۱۲ پولیس تسلیم کړي او په کاپیسا، کندوز او هلمند کې  يې ۳۶ د اردو، عامه نظم او ملي پولیس وژلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې نن يې د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې د نښتو او چاودنو په اوږدو کې پنځلس عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې دغه پېښې د تګاب ولسوالي په قورغل، شاتورو او انارجوی سیمه کې شوې دي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وايي چې په دې پېښو کې دوه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شوي دي، خو د کاپیسا امنیه قومندان فقیر محمد وايي چې شپږو د اردو او ملي پولیسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

همدارنګه د کندوز په امام صاحب ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ په نښته کې ۱۱ عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

دغه نښتې چې د امام صاحب ولسوالي په تازلقي، فیض کلي او ګجرو سیمو کې شوي دي، طالبانو د خپلو څلورو تنو ملګرو د مرګ ـ ژوبلې منلې ده.

ورسره جوخت د هلمند په مارجه کې د دولت له لوري د پیل شويو عملیاتوپه مقابله کې طالبانو د ۱۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: « تردې مهاله   ۴ تنه ګوډاګي سرحدي پولیس  ، ۳ دمزدوري اردو عسکر او ۳ تنه اربکیان قتل شوي اوګڼ شمېر نورسخت ژوبل شوي دي  اودښمن په سیمه کې هیڅ پرمخ تګ نه لري

په ژوبل شویو کې د سرحدي پولیسو یوتن  مهم قومندان – ګلاب – هم شامل دی چې حالت یې نازک ښودل شوی.»

په ورته وخت کې نن طالبانو د ننګرهار په اچین ولسوالي کې ۱۲ پولیس د ځان ملګري کړي دي.

طالبانو ویلي چې دوی دغه پولیس د خپل دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو پر دې قانع کړي چې دولتي دندې پرېږدي او د دوی ملګري شي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو نومونه « محمديوسف ولد نعمت الله، بختيارګل ولد عبدالله، عزيزالله ولد زرعلي، تاج محمد ولد عنايت، لعل ګل ولد خان ګل، باورخان ولد حاجي شمس الرحمن، عطاخان ولد يوسف، اسدالله ولد اعتبارخان، حضرت يوسف ولد محمديونس، لياقت ولد احمدشاه، حضرت محمد ولد ميراث خان او تواب خان ولد غلام عيسی» ښوودلي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د دې خبر اړوند څه نه دي ويلي.

یاده دې وي طالبان د هرې میلادي میاشتې په پای کې د خپل بلنیز کمیسیون میاشتنی راپور شریکوي چې تر اوسه يې سلګونه تنه له دولتي دندو زړه توري او د دوی ملګري کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x