نظــر

ملي امنيت جګپوړو چارواکو ته د متوجه ګواښونو په اړه مهم اسناد تر لاسه کړي

لیکوال: نور ريښتيا پال

په کابل کې د ګډ حکومت د دواړو ټيمونو په لوړ پوړو چارواکو کې له هغه مهال څخه سخته ويره خپره شوې کله چې څو ورځې د مخه ملي امنيت دوی ته د وسلوالو مخالفينو له لوري د متوجه جدي ګواښونو په اړه مهم اسناد تر لاسه کړل ، او خپلو اړوندو ټولو رياستونو ته يې د يو متحد المال مکتوب په صادرولو سره امر وکړ چې ويښ او متوجه و اوسي .

په دغه مکتوب کې راغلي چې د دولت جګپوړي چارواکي له جدي ګواښ سره مخ دي ، د دولت له داخل څخه ځينې کسان له دښمنانو سره په ارتباط کې دي ، ملي امنيت په دې اړه مهم اسناد تر لاسه کړي او تاسې بايد ويښ او متوجه و اوسئ.

ويل کيږي دغه اسناد د ولسمشر د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر او د ملي امنيت لوی رئيس جنرال رحمت الله نبيل له ځان سره ساتلي.

د يو باوري امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې په دغو اسنادو کې تر ټولو جدي خطر د شوری نظار څو مهمو شخصيتونو ته متوجه دی چې په سر سر کې يې ډاکټر عبدالله ، امرالله صالح ، انجنير عارف ، او امان الله ګذر راځي.

همدغه راز په دغې اسنادو کې د اسماعيل خان او انجنير بشير په اړه هم معلومات موجود دي.

سرچينه زياتوي له دغو اسنادو څخه دا معلومه شوې چې د اشرف غني د ټيم ځينې پلويان د حکومت له وسلوالو مخالفينو سره په ارتباط کې دي او له هغوی سره يې د شوری نظار اړوند د ذکر شوو اشخاصو د ترصد په برخه کې مرسته کړې ده .

د سرچينې له قوله څرنګه چې په دغو اسنادو کې د اشرف غني ځینې مهم پلويان چې ځينې پخواني خلقيان ، يو د طالبانو پخوانی غړی ، او يو يې د حزب اسلامي د اطلاعاتو يو پخوانی کارمند ښودل شوی دی ، نو ځکه اتمر او نبيل دغه اسناد له ځان سره پټ ساتلي ، نه يې له خپلو سلاکارانو او نورو امنيتي چارواکو سره شريک کړي او نه يې د شوری نظار مشرانو ته د دغو اسنادو په اړه معلومات ورکړي.

ويل کيږي دغه اسناد دومره مهم دي ، چې که چېرې شوری نظار ته افشاء شي د اشرف غني په حکومت کې به د سختو اختلافاتو باعث وګرځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x