افغانستان

کرزای وایی له طالبانو سره به دمذاکراتو سلسله جاري وساتو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) کابل: تیره ورځ پرافغانستان باندی دامریکایانو له لوری دیرغل دلسمی کلیزه په مناسبت یوي جوړي شوی غونډی ته دافغانستان اولسمشر حامد کرزي دخپلو خبرو پرمهال وویل دنوموړي حکومت اونړیواله ټولنه په افغانستا کي دسولي،ثبات اویو موټي افغانستان په جوړلو کی پاتي راغلی ده، نوموړزیاته کړه په تیرو لسو کلنو کی دافغانستان حکومت اودامریکی به مشري باندی نړیوال اتلاف ددي هیواد لپاره دسولي اواستحکام لپاره هغه څه ونکړه کوم چی دهیواد اولس ورته هیلی او ارزو ګانی درلودي.

نوموړی داخبره ومنله چی حکومت اونړیواله ټولنه په افغانستان کی  دسولي اوثبات په راوستلو کی مکمله ناکامه شوی ده. کرزي دخپلو خبرو پروخت داهم وویل چی نوموړی له طالبانو سره دمذاکراتو اوخبرو نه کولو خبره نه ده کړی، نوموړی وویل ماداسي نه وو ویلی چی مونږ له طالبانو سره خبري نه کوو بلکه ماویلي وو، مونږ چیري اوله چاسره خبري وکړو، ځکه کومه لاره چی مونږله طالبانو سره دخبرولپاره غوره کړی وه هغه خو هغه وو چی کوم کس دطالبانو استاځی ځان معرفي کړی وو دسولي دعالی جرګی مشریی وواژه،نو اوس مونږ نه پوهیږو چی چیری له چا سره اوپه څه ډول خبري وکړو ځکه چی طالبان کوم ښکاره اډرس نه لري.

کرزي زیاته کړه زه په افغانستان کی دننه له ډیرو پشارونوسره مخ یم چی له طالبانو سره باید مذاکرات ونه شي، خوددي لپاره به زه دافغانی مخورو کسانو اوقومي مشرانو یوه لویه جرګه راغواړم چی له طالبانو سره دمذاکراتو پرستراتیجی باندي کومی فیصلی ته ورسیږو، ځکه دسولی دعالی شورای دریس له وژنی څخه وروسته ډیر ملګري راته وایی چی له طالبانو سره دمذاکراتو کولو ایجنډا باید بیخي له پامه وغورځول شي.

له بله لوري و راغوښتل شوی غونډی ته دخبروپرمهال ښاغلي کرزي یوځل بیا دپاکستان پرحکومت باندی تورونه ولګول چی له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي، نوموړي زیاته کړه طالبان دپاکستان له مرستی اوکمک څخه بغیردلاس ښورلو توان اوطاقت هم نه لري، داچي طالبان هرڅه کوي دپاکستانی حکومت اوڅارګري اداري په مرسته یی کوي.

کرزي یوځل بیا خپله هغه پخواني ادعاتکرارکړه چي همیشه دنوموړي او دبهرنیو ځواکونودقومندانانو اوامریکایی ډیپلوماټآنوله لوري په وار وار سره تکراریږی، چي طالبان په پاکستان کی خوندي ځایونه لري، هلته روزل کیږي اوبیا دافغانستان په لوررالیږل کیږي.

کرزي دخپلو خبرو په اخیرکی وویل زه نه غواړم چي په دارنګه څرګندولو سره دافغانستان اوپاکستان ترمنځ له پخواڅخه ترنګل شوي اړیکی نوري هم خرابي کړم ، زماله لوري دارنګه څرګندونو څخه مطلب پاکستان ته دمسلي دحل لاره ښودل دی، چي پاکستان باید په هیواد کی طالبانو ته اجازه ورنکړي چی  خاوره یی دافغانستان په خلاف استعمال کړی ،نوموړي یوځل بیا وویل دا ترلمرڅرګنده او واضح ده چی طالبان دپاکستان له مرستی اوکمک څخه بغیر دګوتي دپورته کولی توان اوزور هم نه لري.

کرزي زیاته کړه دا یواځي تورونه دي چی زه یی دپاکستان په اړه څرګندوم، بلکه دایو حقیقت دي چی پاکستان هم په دی پوهیږي زه هم پوهیږم اونړیوال هم په دی باندی اعتراف کوي. کرزي یوځل بیا دخبریالانو به وړاند په تکرار سره وویل زما له دغو څرکندونوڅخه غرض دانه دي چی په دارنګه څرګندنوسره دپاکستان او افغانستان ترمنځ له وړاندي څخه خړي پړي اړیکی نوري هم خرابي کړم، بلکه زه غواړم دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دراپورته شوی مسلي دحل لاره راوباسم چي په دی باندی پاکستان هم ډیرښه پوهیږي.

خوله بلي خوابیا په وار وار سره دپاکستان لخوا دافغانستان حکومت اوامریکایانو له لوری ددارنګه څرګندونو چی ګواکی طالبان په پاکستان کی نظامي اویاهم اداري مرکزونه لری اودپاکستان له لوري یی مرسته کیږي سخت مخالفت کوي، پاکستاني چارواکي وایی له هغه څخه وروسته چی په ۲۰۰۱ کال کی دامریکی په مشري نړیوال اتلاف دطالبانو اسلامی امارت ړنګ کړ، بیا دغه هیواد له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکی اوروابط نه دي نیولي اونه هم طالبان په پاکستان کی کوم شتون لري، اوهمدارنګه پاکستاني چارواکو په څوځله داویلي دی، کچیري امریکا اویاهم دافغانستان حکومت په پاکستان کی دطالبانو دشتون اویا کومي شورای په اړه مالومات لري له مونږسره دی شریک کړی مونږبه یی په وړاندی په اقدام لاس پوري کړو.
بخت الرحمن بخت   (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x