
اشرف غني «سیاف» سره د سولې په اړه مشوره کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۳ل): ګډ حکومت په دې وروستیو کې د سولې د راوستلو لپاره مشورې پیل کړې، چې پرون – یکشنبه – د ګډ حکومت مشر اشرف غني له عبدالرب رسول سیاف سره په همدې مناسبت ناسته وکړه.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني له عبدالرب رسول سیاف، محمد اسماعیل خان او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار سره د مشورې په پلمه په ارګ کې کتلي دي.
عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د هغوی مخالف او دم ګړۍ هم د طالبانو سرسخت مخالف او د هغوی پر ضد په توندو څرګندونو مشهور دی.
اشرف غني له دوی سره په خبرو کې ویلي چې د بل هر وخت په پرتله اوس د سولې د ټينګښت لپاره فرصتونه موجود دي او باید له لاسه يې ورنه کړي.
په ارګ کې د سیاف په مشرۍ د تېر جهاد له مشرانو سره د سولې په پلمه دغه ناسته وروسته له هغه ترسره کېږي، چې عبدالرب رسول سیاف د سلو اغې په ۲۶مه د روسانو د ماتې د کالیزې په مناسبت په ناسته کې ګډ حکومت د پخوانيو مجهادنیو په ګوښه کولو تورن کړ.
سیاف په خپلو خبرو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال جاوید فیصل څرګندونو ته په اشارې وویل چې که د دوی لپاره جهاد معیار نه وي، « نو پخپل ایمان دې له سره نظر وکړي.»
سیاف په همدې غونډه کې وویل چې ډېر ژر به مجاهدین د واحد، قوي او همغږي مرکز په توګه راښکاره شي، چې د کتونکو په نظر ښايي اپوزیسون يې مطلب و.
تر دې وړاندې د تېر جهاد يو بل مشر محمد اسماعیل خان هم د ګډ حکومت کابینه د کمونیستانو ټولګه بللې وه او په کابینه کې د پخوانیو مجاهدینو په نشتوالي يې اندېښنه ښوودلې وه.
ښايي اشرف غني له جهادي مشرانو سره په دې ناسته کې د مجاهدنیو له لوري د جوړېدونکي اپوزیسون اړوند هم خبرې کړې وي.
اشرف غني په داسې حال کې له سیاف سره د سولې په اړه مشوره کوي، چې نوموړي په څو غونډو کې د جګړې بل لوری – طالبان – د الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم په وړاندې جنګېدونکي بللي دي.
سیاف د طالبانو مخالف نه ده ځکه مخالفت داسی یو شی ده چی د وخت په تیریدو او د شرایطو په تغیر سره له منځه تلونکی ده
سیاف د طالبانو مخالف نه بلکه سرسخت دښمن ده د دوی د دشمنی مثال داسی ده لکه د مسلمان او شییطان تر منځ دشمني.
فاتخذوه عدوا