fbpx

له ښوونځي نه تر بګرامه – څوارلسمه برخه

رحیم بریال

نوی تحقیق نوې خبرې !

ماښام ناوخته مې د زولنو شرنګا ترغوږ شوه ،د ښځینه  ساتونکي په لاسونو کې یوه جوړه عینکې، زولنې او غوږۍ  وې، زولنې یې په ځمکه وغورځولې ،دستکشېیې په لاسونو کړې او غږ یې کړ:

ټو زیرو پور پور !

ما وویل :

ها !؟

ـــ لیټس ګو ، آی آر!

د آی آر په ویلو پوه شوم چې تحقیق ته بېول کیږم ،د پخوا په شان مې لاسونه،سترګې اوغوږونه وتړل شول . په دروازه پسې لوی قلف پروت و په دې برسیره یې یوه لویه ساریه (اوسپنېز سیخ )چې تقریبا یونیم متر اوږدوالییې درلودهم ددروازې په دواړو خواو زولفیو کې اچولې وه ، د اوسپنې سیخ یې کش کړ په ځمکه یې وویشت له دې سره یو کړنګهار اوچت شو ،په کوټو کې نورو بندیانو چیغې کړې  چې :

په کراره د کاپر لورې ! غوږونه دې راوخوړل !

عسکرې په لوړ اواز وویل چې شټ آپ ، نو ټاکینګ !

(چوپ! خبرې مه کوئ) دوی به د ډونټ سپیک پرځای نو ټاکینګ ویل .

ریښتیا هم د  زولنو شرنګهاری او د اوسپنیز سیخ اواز د بندیانو په دماغو ډېر بد اغېز کاوه ، د اوسپنې سیخ څخه دوه کاره اخېستل کېدل یو دا چې د دروازې مظبوتیا لپاره کاریده چې دقلف با وجود یې د بندیانو د تېښتې مخه ډب کړي وه بل دا چې سیخ یو داسې جوړښت درلود چې شاوخوا ببر غوندې و یانې هوار نه و ، چې د کش کولو او یا په دواړو کونډو کې د ننویستلو پرمهال به یې  سم ازاروونکی اواز کولو، عسکرو به هم ښه په زور کش کړ او لاندې د تختې په ځمکه به یې وویشت چې له دې سره به په ټول صالون کې یو درب شو، په دې دولسو کسانو کې به یو کس  خامخا یا تحقیق ته بیول کیده او یاهم  تشناب ته،  تشناب ته د تلو پرمهال به بندې د باتروم او یا هم په پښتو د تشناب غږ وکړ دروازه به یې ودربوله، که بیا هم عسکر به رانغی نو د( سولجر،  سولجر) نارې به یې وکړې .

دې نارو او د سیخانو دربا د لاسه سم بد حال جوړ و، نه د دوی دلاسه خوب کیده او نه د ایرکنډیشن د یخې هوا له وجې . .

په لومړي سر کې د بندیانو د نارو په اوریدو ډیر خوشاله شوم، بندیان چې تراوسه خاموش ښکاریدل  د آی آر په اوریدلویې پخپلو منځونو کې وویل (لکه چې نوی بندي یې راوړی) غږ یې کړ یو پر بل پسې څو مسلسلې نارې یې  وکړې چې: وا نوی بندي! هرڅوک چې یې،  ونه ویریږې!

دا بګرام دی. .  !.،پخپلو تحقیقاتو کې پوره خیال کوه. .  ! ګوره اې. . چې دوکه نشې ،څوک ورپه ګوته نه کړې ! دلته هرچاته د زړه راز ونه وایې او . . .

عسکرې په ډیر زور مخ پر وړاندې کش کړم نور یې خبرو اوریدلو ته پرېنښودم ، یوه دهلیز ته یې کوز کړم په دهلیز کې مې ښه اوږد مزل وکړ ،کیڼې خواته د بندیانو پنجرې ښکاریدې لږ لږ شور مې تر غوږ شو بندیانو نارې وهلې :

د کوم ځای یې، نوی بندي یې که زوړ ؟؟

ټولو بندیانو په یو ځل نارې وهلې ما وویل چې د خوست یم خو عسکرې خبرو کولو ته نه پریښودم ورسره دي هم هاهو،هاهو شروع کړل تر څو زه دبندیانو په خبرو پوه نشم ، نور یې هم په منډه کړم، ښې خوا ته یې دروازې ته ودرولم یوه بل پیردار دروازه خلاصه کړه په مخابره کې یې زما نوم (ټوزیرو پورپور) واخیست او دایې ورته وویل چې نوموړي بندي  زموږ له دروازې څخه د تحقیق په لور رخصت شو،هر بنديبه چې تحقیق، حمام او یا ډاکټر ته بیول کیده نو دهرې دروازې مسول به د کنټرول مدیر ته په مخابره کې د بندي د نوم او انتقالوونکي عسکر نمبر وروښوده او ویل به یې چې فلانی له  فلاني موظف عسکرسره زموږ له دروازې څخه بهر شو ، دروازه بیرته بند شوه او زه یې په نهوـ لسو پوړیو کې وخېژولم بیا یې ښې خوا ته په نورو پوړیو وربرابر کړم ،نور هم پورته شوم لس دولس پوړی مې نورې هم ووهلې ، په کانکریټي زینه کې مې پښه وښوییده،خو عسکرې بیرته را قابو کړم عسکرې د نیولو لپاره لاس رانه تاو کړ ددي د بدن او عطرو بوی مې احساس کړ، ما د عسکرې لاس وڅنډلو ومې ویل پرې مې ږده!  عسکرې ( سورې) وویل بښنه یې وغوښته پوی شوه چې له ما څخه نفرت کوي بیا یې  ووپوښتل :

وت ایز پرابلوم ؟!

ما یې لاس ته اشاره وکړه :

یوور هینډ پرابلوم!

عسکرې وویل: نو پرابلوم !

ما په غصه وویل : بیګ پرابلم !

عسکرې (اوکې ) وویل زما لاس یې خوشي کړ او ځنځیرونو کې یې ونیولم  ، اوس نو،په دویم پوړ کې روان وم ، عسکره نږدې شپاړس اوولس کالنه وه ، سره طلایی ویښتان یې درلودل ،په لیدلو یې بیخې حیران شوم چې څنګه یې پدې کم عمرې کې، دې د جګړو وطن ته د راتګ جرئت کړی، زه په دې سوچونو کې وم چې عسکرې رانه وپوښتل :

وای یو هییړ ؟!

ته ولې دلته یې (راوړل شوي یې)؟!

ما وویل چې : وای یو هییړ ټو؟!

ته ولې دلته یې (راغلې یې) ؟!

دي په ځواب کې وویل چې هییر مای جاب اینډ یو؟ !

دلته مې دنده ده  او ته ؟!

زه نور په انګلیسي نه پوهیدم یوازې دومره مې وویل چې :

آی ډون نو (اې ډونټ نو )

یانې زه نه پوهیږم چې ولې راوړل شوی یم ، خو دې بیا هم وپوښتل چې عمر دې څومره دی؟!

ما غوښتل څه ووایم خو خوند یې رانکړ، پوښتنه مې یې همداسې بې ځوابه پریښوده.

دي بیا هم وپوښتل : یور طالبان ؟!

ما له ځوابه وړاندې ترې وپوښتل : یوور کریسچن ؟!

ایا ته عیسوی یې ؟

دي وویل چې : یس آی ایم کریسچن !

ما هم ورته وویل چې : یس آی ایم مسلم.

په دې کې د تحقیق کوټې ته ورسېدو  په کوټه کې په یوه کرسۍکیناستم ،لاسونه او سترګې مې همداسې بندې وې،لس دقیقې وروسته مې عسکرې سترګې او غوږونه پرانیستل او ورسره درې نفره ( یوه ښځینه  ژباړنه، یوه  محققه اویو بل امریکایی ) راننوتل ، په پښتو یې سلام وویل ما هیڅ ځواب ورنکړ ،نه مې غوښتل چې په دې مردارو زه هم سلام وراچوم ، ځکه سلام هم یوه د سلامتیا دعا ده ، په داسې حال کې چې دوی مې په لاسونو کې زولنې اچولې نو څنګه دوی ته د سلامتی دعا وکړم ؟.

محققه ، ژباړنه او دریم نفر په درو بېلابېلو کرسیو مخامخ راته کیناستل ، په لومړي ځل یې وویل چې :

های رحیم ! مای نیم ایز …. ( یو نوم یې واخیست) او زه ستا محققه یم غواړم له تاسره اوږدې خبرې وکړم !

ښځینه ژباړونکې  یې خبرې راته وژباړلې او بل دریم یې په لیکلو پیل وکړ بیا یې زیاته کړه:

ــ زه ددې لپاره راغلي یم چې  ستاسره مرسته وکړم او تا خپل کورته رخصت کړم، خو ته هم باید له ما سره مرسته وکړې او پخپلو خبرو کې تل له رښتیاوو کار واخلې او همدا رښتیا دې خلاصولی شي، که ته یوه زره دروغ هم ووایې نو ستا دبند موده زیاتیږي او تر اوږدې مودې به پروت وې ، زه پوهیږم چې ته بې ګنا یې او ډیر زر باید کور ته رخصت کړل شې خو دا ټول ستا په همکاری  او رښتینولی پورې اړه لري!

زه پوی شوم چې دا ځل یې د تحقیقاتو بڼې ته تغیر ورکړی ، دنارینه محقیقینو په ځای یې ښځي راولیږلې، دوی غواړې چې په دې غوړو او نرمو خبرو مې خطا کړې او هغه څه ترلاسه کړي د څه لپاره یې چې دا دومره ورځې ساتلی یم، ما هم ددوی خبروته ښه په غور غوږ نیولی و ددوی خبرې چې خلاصې شوې نو ما ښه په ډاډه زړه اوږده ساه واخیسته او مخامخ ژباړنې ته پداسې حال کې مخاطب شوم چې ددي  پرځای مې په مخامخ دېوال  سترګې ګنډلې وې ،ومې ویل:

عجیبه خبره ده، دې (محققه) له یوې خوا وایې چې ز ه پوهیږم چې ته بې ګنا یې او خپل کورته باید رخصت شې او له بلې خوا له یوه بې ګنا بندي څخه د مرستې توقع لري، دې ته ووایه چې یا خو ماته بې ګنا مه وایې او که راته وایې نو خلاص مې کړی، ولې مو یو بې ګناه بې له کومه جرمه دا پنځوس ورځې په بند کې ساتلی؟  که بیا هم مجرم وم نو خپل جرم راته په ګوته کړی، ثبوت راته ښکاره کړی؟؟

ژباړنې مې یوه یوه خبره ورته وژباړله او محققې به هم زما سترګو ته په دقیق نظر کتل، دریم امریکایي  به یې یوه یوه جمله زر زر لیکله، اوس نو وار ددې و.

محققې وویل :

زه افسوس کوم،  ستا پرحال ډیره خواشیني یم، بې له شکه چې له تاسره ظلم شوی، کاشکې ته دلته نه وای راوړل شوی خو بیا هم اوس راغلی یې، زه به ستا ددوسیې له څیړلو وروسته ډیر زر دې نتیجې ته ورسیږم چې تا مشرانو ته بې ګناه ثابت کړم او ستا پر وړاندې ددوی شته شکونه ختم کړم!

ما ته ددې خبرې په اوریدو  (خو بیا هم اوس راغلی یې) سخته خندا راغله خو خندا مې قابو کړه  او تعجب یوړم  ما له ځانه سره سوچ وکړ چې دا وګوره، زه خو څه پخپله نه یم راغلی او نه غیر اختیاري باد راوړی یم چې  ماته وایې  خو بیا هم اوس راغلی یې، شاید ژباړنې به یې ژباړه بل شان کړي وي او یا به د محققې موخه همدا وي خو هر څه چې وي زه پرې پوهیدم چې په دې نرمو او جادویی خبرو مې تیرباسې، زه هم یو څوکوم، په تېر ژوند کې مې له قرانه دومره څه  زده کړي و چې لږ ترلږه یوې کاپرې ښځې خو تر خپل دام لاندې نشوم راوستلای، ما ځانته د اسلام بچی ویلو او دابیا د صلیب لور وه، دبندیانو خبره مې هم ذهن ته راغله چې ویل یې راته، چې دوکه دې نکړي په تحقیقاتو کې ډیر پام کوه!، ما وویل :

تاسو وایې چې زه به دې دوسیه وڅیړم او زر به د لوړو مقاماتو ته بې ګنا ورمعرفي کړم، دلته دا پوښتنه پیدا کیږي، تاسو چې  تراوسه زما دوسیه نه ده څیړلي نو بیا څنګه پوی شوی چې زه بې ګنا یم او که له څیړلو ستاسو مطلب بل څه وي نو، ښکاره یې راته ووایې چې زه پرې پوه شم؟!

محققې مې بیا هم د ژباړې پر مهال په ما کې سترګې نیولې وې، زما د پوښتنو تر اغیز لاندې راغله، یوه شیبه غلي وه او په چوپ انداز یې را کتل ، ماته یې چوپتیا  له زغمه وتلي ښکاره شوه، زه پوه شوم چې په زړه کې یې څه وروګرځیدل، دي  هم سمه د بلا لور وه، په جادویی ژبه برسیره یې ښه قواره درلوده ښکلي وړې، وړې عینکې یې پر سترګو وې، طلایي ویښتان یې تار تار په مټو را خواره و کله کله خو به یې ګڼو ویښتانو ته څنډ ورکړ او په  نرمو پستو ګوتو به یې د شا په طرف واړول، تنګ بنیان  او چسپکيپتلون یې پر تن و، چې ډیر بد مې ترې راتلل، ما به هغه وخت سترګې وراړولې کله به چې دي اړ کړم او وبه یې ویل چې ته ولې زما پرځای بلې خوا ګورې؟!

نو ما به هم غلي غوندې سترګې ورپورته کړې خو ډیر زر به مې لاندې په ځمکه بېرته سترګې ښخې کړې.

دي مې په ځواب کې وویل :

هو!   داسې یو څه شته چې ستا په اړه یې زموږ شکونه را پیدا کړي دي او ستا شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی، ما ستا دوسیه په بشپړه توګه نه ده لوستي خو ترکومه حده چې زه مالومات لرم دا ویلی شم  چې تا به زموږ پر خلاف په تروریستي کړنو کې عملا برخه نه وي اخیستي، دلیل یې ستا کم عمري ده خو دا هم نشم ردولی چې تاته به دخپلې سیمې د ورانکارو په اړه مالومات نه وي، نه، ضرور داسې یو څوک، ډله او ګروپ پیژنې  چې ته یې له موږ څه د ویرې له کبله پټوې !

ما وویل: زه نه له کوم ترورستي ګروپ سره پیژنم او نه ورپورې تړاو لرم !

ــ خو تا پخپلو خبرو کې په ډیرو شیانو پرده اچولې ؟!

ــ په کوم څه مې پرده اچولې ؟!

ډیر داسې څه شته چې ته یې څرګندول نه خوښوې !

ــ ویې وایې اغه څه دي؟!

ــ خو زه وایم چې ستا له خولې یې واورم، ایا دا به ښه نه وي چې ته یې پخپله ووایې؟!

ــ تاسو یې وپوښتي زه به یې بې له کومې ستونزې په اړه مالومات درکړم!

ــ ها !

محققې دوسیه راواخیسته یو په بل پسې یې څو پاڼې واړولې، زه هم ډیر په اندیښنه کې وم ویل مې حتماًکومه خاص خبره شته، محققې وویل :

ــ زما اصول داديچې که پخپلو خبرو کې دې  له  رښتیاوو کار وانه خیست نو سمدستي دې دوسیه بندوم ځم درنه، او بیا به په میاشتو میاشتو همداسې بې پوښتنې پروت وې .

ما د هو په دود سر وخوځاوه .

دي وپوښتل ایا ستاسو کوم د کورنۍغړي له طالبانو سره  یو وخت لاس درلود ؟!

ما وویل : نه !

دي وویل :

ــ ګوره کنه په لومړي قدم کې دې په دروغو شروع وکړه !

زه حیران شوم چې دا څه وایې؟ زما په دوسیه کې یې نوي خبره را پیدا کړه ما وویل :

دروغ نه دي رښتیا وایم تاسو غلط پوه شوي یاست !

ویې ویل ها چې داسې ده نوزه بله پوښتنه کوم !

ما وویل : ویې کړه !

ــ  ها تاسو څو وروڼه یې او څو وی؟!

حیران شوم یوه پوښتنه او دوه جزه ( څو ورونه یې او څو وئ)

ما ځواب ورکړ :

ــ که ستاسو مطلب د (وئ) او (یي) نه  بل څه نه وي نو ویلی شم چې زما په ګډون پنځوس ورځې وړاندې اووه وروڼه و او اوس زما په نه شتون کې شپږ پاتې دي !

محققې وخندل له دې سره یې وویل چې:

ــ یوور ویري سمارټ  یانې ډیر چالاک یې !

ما وویل چې : په دې کې خو زه د چلاکۍکوم څه نه وینم او دا حقیقت دی پوښتنه کولای شی!

دي یوه شیبه غلي وه سوچ یې وکړ بالاخره ویې ویل چې :

زه پوهیږم چې تا پخپله ځان دلته رارسولی که ته چیرې پخپلو خبرو کې صادقه وای نو دلته د راتګ پر ځای به سیده کورته تللی وای !

زه غلی شوم هیڅ مې ونه ویل ، دامې لومړی ځل و چې له یوه نرم مزاجه محقق سره مخ شوی وم اغه هم له یوې ښځې سره دي بیا وویل :

ما ګمان کاوه چې ته به له ما سره دیوه ښه مرسته کوونکي په صفت خبرې وکړې، مګر زه پخپل فکر کې خطا شوي یم او زما اټکل غلط ثابت شو!

ما وویل چې :

ــ که ستاسو له یوه ښه مرسته کوونکي نه هدف دا وي چې زه درته جاسوسې وکړم او بې ګنا خلک درباندې ونیسم نو تاسو باید په دې پوه شئچې دا زما دنده نده او دا هیله به مو هیڅکله هم ترسره نشي دا دهغه چا کار دی څوکچې تاسو ته دافغانستان په سارا او اوږدو راپورونه راټولوي، بې ګنا خلک درباندې نیسي  او تاسو یې په مقابل کې  ډالري معاش حواله کړی !

ددې خبرې په اوریدو محققه ډیره په غصه شوه رنګ یې تور سور واوښت  ویې ویل چې :

ته او دومره جرات؟!

څنګه دا ډول خبرې  کوې؟

ایا ته پوهیږې چې دلته یو بندي یې !؟

ــ هو دې کې هيڅ شک نشته چې  زه بندي یم پښې او لاسونه مې په ځنځیرونو تړل شوي، مګر د ویلو طاقت مو تراوسه نه دې رانه خیستی او په دې برخه کې ازاد ځان احساسوم!

ددې خبرې په اوریدو یې یو عکس زما  دسترګو پر وړاندې ونیو ویې ویل ته پوهیږې چې دا څوک دي او ولې وژل شوی ؟!

زه د عکس په لیدو ډیر حیران شوم، په فکر کې شوم چې خدایه دا یې له کومه کړ؟ غوښتل مې چې دا عکس ددوی له پلیتو لاسونو واخلم لومړی یې ښکل کړم بیا یې په زړه او سینه پورې کلک ونیسم خو نه مې شوای کولای، زه رښتیا هم یو بندي وم، محققې  د سختې غصې په حالت کې  چې، سر یې  هم خوځاوه  وویل :

– هو ! ته ډیر ښه پوهیږې چې دا څوکدی خو زه پوهیږم چې ته به بیا هم وایې چې زه یې نه پیژنم او په غړولو سترګو به انکار کوې ،تا یو ځل نه بلکېبار بار دا ویلي چې موږ اووه وروڼه یو، تل دې دا خبره له مونږ څخه پټه ساتلي چې زه یو اتم ورور هم لرم، ولې ؟  پوهیږم چې په دې کې حتماًکوم راز شته !

محققه له خپله ځایه پورته شوه کتابچه قلم او کاغذونه یې ورسره واخیستل په تلو تلو کې یې دا خبره وکړه: ( ته تر سبا پورې وخت لرې ښه په سړو دماغو سوچ پرې وکړه ،زه دې سبا همدا مهال بیا راغواړم، که دې بیا هم ددې سړي په اړه رښتیا ونه ویل نو…

محققه یوه شیبه غلي شوه، زړه کې مې راتېر شول چې نو څه راسره کوي، فکر یوړوم، ډیر زر مې خیال شو چې زه باید ددوی پروړاندې ځان عادي وښایم، په دې فکر کې وم چې راغبرګه یې کړه:

پوهیږې چې بیا څه کوم ؟!

ما وویل: نه!

ـــ دوسیه دې یو داسې چاته سپارم چې بیا به زما ارمان وکړې!)

دایې وویل درې واړه له کوټې څخه ووتل هغه عسکره چې زه یې له کوټې څخه راوستی وم  په بیړه راننوته سترګې او غوږونه یې را وتړل د کوټې په لورې یې کش کړم.

کوټې ته له رسیدو وړاندې په لاره مې د پخوا په شان لس پنځلس اذانونه ترغوږ شول له شل دقیقو وروسته په هره پنجره کې ځان ځانته په امامت سره لمونځ ادا شو چې د قاریانو ښکلو او ښایسته اوازونو په ټول زندان کې انګازې کولې له دې سره مې یو نوي قسم خوښي احساس کړه، ما هم پخپله کوټه کې تیمم وواهه او په لمانځه ودریدم دعاوې مې ځانته او ټولو بندیانو ته د زړه له اخلاصه وکړې نور مې نو، سمه ډډه واچوله په تور ربړ اوږد وغځیدم ،یوه نری شان کمبله مې په ځان هواره کړه، ما غوښتل چې لږ ارام وکړم خو فکرونو پسې واخیستم، د محققې  نویو مالوماتو ته حیران شوم ترنیمې شپې لټ په لټ اووښتم  مګر همداسې مې ننی عکس په سترګو او دماغو کې تاویده، راتاویده او دا خبره خو مې بیخې له یاده نه وتله چې ویل یې :

“  دا څوکدی او ولې وژل شوی ؟! ”

“ هو! ته ډیر ښه پوهیږې چې دا څوکدی؟

او وروستی خبره :

« ته تر سبا پورې وخت لرې ښه په سړو دماغو سوچ پرې وکړه ،زه دې سبا همدا مهال بیا راغواړم ، که دې بیا هم ددې سړي په اړه رښتیا ونه ویل نو. . .،،

نو، دوی به له ماسره څه کوې او دوسیه به مې بیا د پخوا په شان ځناورو ته سپاري چې رمباړې به راباندې وهې ؟

هو! هر څه چې وې بلا ورپسې ، آآ  به کیږې څه چې الله راته لیکلي وي، خو  دوی وویل چې نن شپه په سړو دماغو سوچ پرې وکړه، وخت یې راکړ، دا ډېر ښه کار وشو زه باید خامخا سوچ پرې وکړم او ټول منفي او مثبت اړخونه یې باید وسنجوم.

ترنیمي شپې  مې همدا سوچونه کول،  زه هم زړه نا زړه وم، هغه راز چې تر اوسه مې په دې تیرو پنځوسو ورځو کې پټ ساتلی و ووایم او که پرې غلی پاتې شم ؟ غلي پاتي کیدل خو ناشونې دي خو دومره به وکړم چې دعکس په اړه باید ډیر له احتیاط نه  کار واخلم بې له دې هم دوی یې په اړه زیات مالومات راټول کړي دي خو ویره دلته داده چې راپورچیانو به په دروغه ډیر څه ورپورې تړلي وي

عکس د یوه ځوان (زما د مشر ورور) و  چې موده وړاندې یې د شهادت جام نوش کړی وو.

پاتې شته…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د