افغانستان

پخواني لوی څارنوال عبدالجبارثابت وتښتول شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۵)کابل: پخوانی لوی څارنوال او ریاست جمهوري کاندید عبدالجبار ثابت د نامعلومو وسلوالو لخوا په کابل کې تښتول شوی دی.

د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته  وویل چې دا پيښه نن ماپښین په دریو بجو رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د چهاراسیاب ولسوالۍ ددشت سقاوه په سیمه کي له خپلو ځمکو او کروندو څخه لیدنه کوله چې وتښتول شو.

ولسوال وویل چې ثابت له ساتونکو پرته په یواځې ځان سیمې ته راغلی و او دڅو تنو نامالووسلوالو لخوا له موټر سره یوځای وړل شوی دي. دچاراسیاب ولسوال وایي چې د ولسوالۍ پولیسو په بیلا بیلو سیمو کې پلټنې پیل کړې دي، تر اوسه یې د عبدالجبار ثابت کوم څرک نه دی لګولی.

د ثابت دکورنۍ یو تن غړي چې دنوم ‍‍‍‍له څرګندولو یې ډډه کوله هم د ثابت تښتونه تایید کړه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x