ورزش

نړیوال جام: انګلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام څوارلسمه لوبه د انګلینډ او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه. دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې سیالې لوبډلې ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. انګلینډ د محمد علي غوره توپ وهنې په مرسته د سکاټلینډ لوبډلې ته ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۴ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره توپ وهنې په برخه کې معین علي تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه او په ۱۰۷ توپونو يي ۱۲۸ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره بېل په ۸۵ توپونو ۵۴ او مورګن په ۴۲ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې ډیوې تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. دغه لوبه کې ډیوې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره يي ۴ ویکټې واخیستې او خپل ۱۰ اورونو کې يي ۶۸ منډې ورکړې.

سکاټلینډ لوبډلې توپ وهوونکي د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه. سکاټلینډ لوبډلې ټول لوبغاړي ۱۸۴ منډو جوړولو سره وسوځیدل او دغه لوبه يي د ۱۱۹ منډو په توپیر د انګلینډ په ګټه وبایلله.

نننۍ لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره توپ وهنې په برخه کې کوټزر تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. کوټزر په ۸۴ توپونو ۷۱ منډو جوړولو سره د سکاټلینډ لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

د انګلینډ لوبډلې ټول توپ اچوونکي غوره لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره فېن درې ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

فېن خپل ۹ اورونو کې يي یوازې ۲۶ منډې ورکړې چې له دې سره يي د منډو ورکولو اوسط د لوبې په پای کې یوازې ۲.۸۸ منډې وې.

نننۍ لوبې غوره لوبغاړی د انګلینډ پیاوړی توپ وهوونکی او توپ اچوونکی معین علي وټاکل شو. معین علي نننۍ لوبه کې خپلې لوبډلې لپاره ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x