
جلال اباد کې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې
د جلال اباد ښار ختيځ کاريز کبير سيمه کې د پوليسو د جلب او جذب مدير پر موټر چاودنه شوې ده.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې منلې، چې د تورخم جلال اباد پر لويه لار کارېز کبير سيمه کې د ملي پوليسو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، چې چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.