نړۍ

سند ايالت: يو فلاينګ کوچ کې د اور لګېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان سند ايالت جامشورو سيمه کې د سپارليو يو موټر کې د اور لګېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې فلاينګ کوچ د سند له حيدر اباد څخه کراچۍ ته روان و، چې لاره يې د ګاز ډبه وچاودېده او ټول موټر د اور لمبو په سر واخيست.

د راپورونو له مخې د اور له امله موټر په بشپړه توګه لولپه شوی او ۱۲ تنه سپارلۍ يې وژل شوي دي.
له پېښې وروسته مرستنديوه ډلې او چارواکي د پېښې ځای ته رسيدلي او د پېښې د پلټنې په موخه يې يو پلاوی ټاکلی دی.

د پاکستان او افغانستان په ګډون وروسته پاتې هېوادونو کې د لارې پر سر د موټرو ټکر او اور لګېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او تېز چلول دي.

د دې تر څنګ په وړو او پيټرولي موټرو کې د ګاز ډبو له امله هم ډېرې پېښې رامنځته کيږي او ډېر وخت داسې کيږي، چې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د موټر ټولې سپارلۍ ژوندۍ سوځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x