نظــر

ايا د چين په منځګړيتوب افغانستان کې سوله راتلای شي؟

احمدالله احمدزی

ديارلس کاله پخوا

۲۰۰۱م کال کې، چې امريکا او نړيوالو اشرباڼو پر افغانستان ير غل وکړ، د صليبي ايتلاف مشر جورج بوش اعلان وکړ، چې د نړۍ ملتونه دې خپله پرېکړه وکړي، چې دوی له نړيوال ايتلاف سره دي او که له ترهګرو «مسلمانانو» سره او هغه مهال دوی په عمل کې هم دا ثابته کړه، چې هر څوک به يې د طالب او القاعدې په تور نيو، واژه به يې او کور به يې ور بمباراو.

هغه مهال طالبانو اعلان وکړ، چې د امريکايي اشغال تر پايه به خپل جهاد او مقاومت ته دوام ورکوي، مګر د درباري مبلغينو او روڼ اندو اجنټانو د پروپاګندو له امله د عام ولس ذهن دا نه منله، چې يوه ورځ به امريکا دې ته اړ شي، چې طالبانو سره دې خبرو اترو ته کيني او د دوی شرطونه دې ومني.

د افغان مسلمان ولس د بې سارې قربانۍ او سرښندنو له برکته امريکا او داخلي لاسپوڅي يې اړ شول، چې د هجومي بريدونو پر ځای دفاعي حالت غوره کړي او وروسته يې پرېکړه وکړه، چې طالبان د جعلي سولې په نوم تېر باسي، مګر طالب جان په خپله خبره ټينګ و، چې تر څو يو بهرنی هم په افغانستان کې پاتې وي، افغانستان اشغال دی او د سولې خبرې هېڅ معنا نه لري.

امريکا او نړيوال ايتلاف غوښتل، چې طالبان د سولې او خبرو په نوم پروسه کې له افغان حکومت سره ښکېل شي او له وسله وال مقاومته لاس واخلي، مګر د امريکايانو دا دسيسه او خوارۍ هم بې ځايه شوې او طالبانو اعلان وکړ، چې د قضيې اصلي پلو امريکا ده او که دوی خبرې کوي، نو د قضيې اصلي جهت سره به يې کوي، چې يرغل يې کړی او د قضيې د ستونزې حل يې په لاس کې دی، بالاخره امريکا هم اړ شوه، چې د طالبانو شرطونه ومني او قطر کې يې طالبانو ته د خبرو اترو لپاره دفتر خلاص کړ.

مذاکرات د څه لپاره

امريکا او نړيوال صليبي ايتلافيان پر دې خبره پوه شول، چې طالبان يې د زور او وژنو په مټ ختم نه کړل، نو راځه د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې يې مشغول کړه.

امريکا يو خوا افغان طالبانو سره د خبرو اترو ليوالتيا ښيي او بل پلو هېڅ داسې ځای نه پرېږدي، چې د طالبانو پر ضد په کې ګام وانه خلي.

افغان حکومت د طالبانو ضد جګړو او عملياتو ته لمسوي، په رسنيو او غونډو کې د خپلو لاسپوڅو په واسطه داسې څرګندونې کوي، چې طالبان کمزوري، پاشلي او د امريکا او سيمه ييزو هېوادونو په کنټرول کې دي، مګر دې دسيسو يې هم ګټه ونه کړه، ځکه چې د قطر دفتر پرانستل او بېرته بند شو، مګر د امريکايي ايتلاف ضد پر روان مقاومت يې هېڅ اغېز ونه کړ، بلکې د امريکايي اشغال پر ضد د افغان ولس جهاد نور هم زور ونيوه.

ايا چين به افغان سوله کې بريالی شي؟

اوس، چې امريکا په دې خبره پوه شوه، چې د دوی مستقيمو هڅو او منډو ترړو طالبان سولې ته تيار نه کړل او دوی افغان جګړه هم پر مخ نه شي بوولی، نو د سيمې يو مهم اقتصادي ځواک، چې امريکا سره ګډې سيالۍ او ګټې لري، چين ته يې د افغان سولې په اړه د رول لوبولو وړانديز وکړ او چين هم په ډېره خوښۍ دې پروسه کې د منځګړيتوب بلنه ومنله.

افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استاز سن يوکسي بي بي سي انګريزي برخې سره په خپلو خبرو کې وويل:

«موږ افغان قضيه کې د منځکړيتوب لپاره تيار يو او زموږ رول به د پل په څېر وي، مګر د دغې پروسې مشري به افغان حکومت کوي.»

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم چين ته د خپل لومړني سفر پر مهال د چين ختيځ ترکستان کې د مسلمانانو پر ضد د چينايي کميونيست حکومت هر ډول نظامي عملياتو ملاتړ وکړ او له چين څخه يې وغوښتل، چې افغان پروسه کې رغنده رول ادا کړي او تر څنګ يې پر پاکستان فشار راوړي، چې طالبان خبرو اترو ته کينوي؛ ځکه چې د افغان حکومت په ګومان د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسيږي، پاکستان يې مرسته کوي او له هماغه ځايه افغانستان کې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو بريدونه او چاودنې کوي.

افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ويلي، چې دوی له دې وړاندې هم د سيمه ييزو هېوادونو څو غونډې رابللي او د افغان کشالې په اړه يې دوی سره خبرې اترې هم کړي دي.

ښاغلی سن يوکسي زياتوي « د افغان قضيې په اړه به اول درې اړخيزه هڅې کوي، چين، پاکستان او افغانستان او ورپسې به د شپږ+ يو سيمه ييزو هېوادونو غونډه کيږي، چې په دغو هېوادونو کې امريکا، روس، هند، پاکستان، چين، ايران او افغانستان شامل دي او تر دې دمه په دې اړه څو غونډې هم شوي دي.»

لويديزې ديپلوماتيکې سرچينې وايي، چې يوه بله درې اړخيزه پروسه هم د افغان قضيې په اړه په هڅو بوخته ده او هغه امريکا، چين او افغانستان دي.

د پورته يادو شوو درې واړو پروسه مهم ټکي دا دي، چې چين د درې واړو پروسو مهم غړی دی او د درې واړو پروسو موخه دا ده، چې طالبان په هغو شرطونو خبرو ته کينوي، چې د امريکا او افغان حکومت له لوري ټاکل شوي دي. امريکا له افغانستانه وځي او دغه خلا به چين ډکوي، مګر چين اعلان کړی، چې دوی افغانستان ته خپل عسکر نه لېږي او د دوی يوازنۍ موخه دا ده، چې سيمه کې د يو غښتلي اقتصادي ځواک په توګه واکمن واوسي.

سپينه ماڼۍ، چې د وخت په تېرېدو خپله افغان ستراتيژي کې بدلون راولي او له افغانستانه وځي، نو سيمه کې د چين د رول په اړه خوشبينه ده، چې د امريکا ګټو په نظر کې نيولو سره د سولې پروسه کې رول ادا کړي.

چين د دې لپاره هم هڅه کوي، چې افغان طالبان سولې ته راضي کړي، ځکه چې چين له سختو داخلي امنيتي او ستراتيژيکو ستونزو سره مخ دی. د ايغور او ختيځ ترکستان ځينې چينايي مسلمانان د چينايي دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کوي او د چين په ګومان دغه خلک د پاکستان او افغانستان په قبايلي سيمو کې اوسيږي.

وړمه ورځ هم رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی و، چې ګډ حکومت يو شمېر ايغوري مسلمانان چين ته سپارلي او د دوی په ګومان دغو خلکو د چين پر ضد د وسله وال جهاد لپاره خلک روزل.

ښاغلي سن يوکسي وايي: «موږ د دې لپاره هم د سولې پروسه کې رول ادا کوو، چې په خپله د تروريزم ښکار يو.»
افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړی استازی وايي، چې دوی سيمه کې د خپل اقتصادي ځواک د پياوړتيا لپاره ډېر څه کولو هوډ لري او غواړي، چې پاکستان سره د وريښمو لويه لار ورغوي او له دې لارې افغانستان سره خپلې اقتصادي اړيکې ټينګې کړي.

بل پلو چين د خپل هېواد په لويديځ کې ميلياردونه ډالر د دې لپاره لګوي، چې جرمني ته د اورګاډي ليکه وغځوي او دغه اورګاډي ليکه به له څو هېوادونو تېريږي.

«افغانستان کې د سولې موخه د تروريزم د مخنيوي تر څنګ د افغانستان طبعي زېرمې دي، چې موږ غواړو دغه زېرمې د افغانستان او چين په ګډه همکارۍ راوسپړو.»

مګر د چين، امريکا، پاکستان او نورو هېوادونو هڅې به تر هغې بې پايلې وي، تر څو چې سيمه کې جګړې روانې وي.
د پاکستان بلوچستان، کراچۍ او قبايلي سيمو کې خونړۍ نښتې روانې دي او افغانستان کې د امريکايي اشغال پر ضد جګړې روانې دي.

افغانستان کې د جګړې اصلي لامل امريکايي اشغال دی او تر څو، چې د جګړې لامل له منځه نه وي تللی د چين، پاکستان او ګردې نړۍ په هڅو افغانستان کې امنيت نه شي راتلی او که بالفرض دا هم ومنو، چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کيني، نو دا هم د کشالې حل نه دی؛ ځکه چې د امريکايي اشغال پر ضد روانه مبارزه اسلامي او شرعي جهادي مبارزه ده او د فقهاوو له نظره د جګړې علتونه، چې تر څو وي جګړه به وي.

اوس که امريکا او نړيواله ټولنه غواړي، چې افغانستان کې دې سوله راشي، نو امريکا او سيمه ييز هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي او دا معلومه خبره ده، چې امريکا او سيمه ييز هېوادونه دا کار نه کوي، نو داسې ښکاري، چې افغانستان او سيمه کې به جګړې همداسې روانې وي او په راتلونکي لنډ وخت کې افغانستان او سيمه د ښې ورځې ليدونکې نه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x