شعـــــرونه

غزل – قاري سعید

ښایست نيزه او آس دی هم سینـــــــګار نیزه او آس
د نن هــــــــــر شازلمي ته دی پــه کار نیزه او آس

نــــــــــو ولې زه او ته پرې د سیاست قافلې بـــیایو
چې تېر دي له موږ وړانــــــدې په دې لار نیزه او آس

تندی دغلیم ګوره خپل راتلونکی په کې غــــــواړه
پریښودل دې چې په کور کې دخپل پلار نیزه او آس

که ژوند غواړې، عزت غواړې په خپله خپلواکي کې
نور پریږده کړه راخپل د خــــــــدای په پار نیزه او آس

دوی ګوره چې نیزه او آس له ځانه ورته ګـــــران دي
خو مونږه ته ایسیږي لکــــــــــــــــــه مار نیزه او آس

له پـــــــــــــــــــلار او له نیکونو په نیزه او آس راپایو
سعیده نن په څــــــــــــــه شول ګنهګار نیزه او آس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x