افغانستان

د هلمند په عملیاتو کې ۶۰ کورونه نړېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۳ل): د دولت له لوري د ذوالفقار په نامه په هلمند کې د پیل شويو عملیاتو په اوږدو کې پرون په سنګین کې د عامو وګړو ۶۰ کورونه نړول شوي دي.

د سنګین ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دولتي عسکرو پرون – یکشنبه – د دې ولسوالي په پیروزو، مانده، ګارو او میرحمزه کلیو کې شاواخو ۶۰ کورونه نړولي دي.

د دوی په خبره دولتي عسکرو ورته ویلي چې دوی ټول طالبان یا هم د طالبانو همکاران دي، ځکه يې باید کورونه ونړول شي او له سیمې وشړل شي.

د سنګین ولسوالي د ګارو اوسېدونکي معلم فاتح خان د نن ټکی اسیا ځايي خبريال ته ویلي چې پرون ټوله ورځ «عسکر په کوڅو کې تاوېدل او چې کوم کور به يې خوښ شو  بیلډوزر به يې پسې راوست او له بېخه به يې ونړاوه.»

د معلم فاتح خان په خبره عسکر دوی لاسي مجبوروي چې له طالبانو سره لاس یو کړي « او د خپلو کورنو ساتنه » وکړي.

تر دې وړاندې هم د دې عملیاتو په دویمه ورځ دولتي عسکرو د سنګین په مالمند بازار کې ۲۰۰ دوکانونه په دې پلمه وسوځول چې د طالبانو د بمونو جوړولو او هیروینوفابریکې دي.

تر اوسه دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ولسي وګړو تل د دولت له لوري عملیات د خلکو د ځورونې پروسه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x